iqna

IQNA

بچوې
یهودیت
ایکنا – استاد شهید مطهري  پخپلو ویناؤ او تالیفاتو کې ټينګار کړی دی چې د فلسطین د ټاټوبی پر تملک مشتمله د یهودیانو ادعا جعلی او دروغ ده او ځواب ورکوي ،هغه  مهال چې  دمسلمانانو لښکر دغه ټاټوبی فتح کړ،یهودیان نه بلکې   فلسطینیان او مسیحیان په دغې سیمې کې موجود وو،په پخوانیو ټولو نقشو کې  هم د فلسطین نامه لیکل شوې ده ،یعنی دغه سیمه له یهودیانو سره هیڅ اړه نه لري.
د خبر لمبر: 3489147    خپرونې تاریخ : 2024/05/02

ایکنا -  د امریکا د مختلفو پوهنتونونو محصیلیونو  په پراخو کمپاینونو سره ، په غزې کې د اسرائيلو د جنایتونو په دوام خپل اعتراضونه نندارې ته وړاندې کړي دي او ددغو جنایتونو په درولو کې ئې  د متحده ایالاتو  د فوری او اغیزشیندونکي غبرګون غوښته کړې ده.
د خبر لمبر: 3489126    خپرونې تاریخ : 2024/04/29

ایکنا – یهود ضده بهیر  او له اسلامه ویرونه ، دیوې سِکې دوه اړخونه دي او دا چې  اروپائي رهبران له یهودي ضده بهیر سره  په یوې صوري مبارزې کې  اسرائیل  د څه دپاسه ۳۴ زره  فلسطینیانو  په وژلو کې په حق ګڼي، کوم شی نه دی، د نوکمپالنې په ضد په مبارزې کې  له ترټولو وروستي انحراف پرته .
د خبر لمبر: 3489051    خپرونې تاریخ : 2024/04/15

ایکنا – د ترجمان وحي  نومې موسیسې  عمومی مدیر حجةالاسلام محمد نقدي  ووئيل، په روان کال کې په سویډي  او هندي دوو ژبو باندې به د قرآن کریم ژباړه خپره شي.تیر کال نادانو کسانو په سویډ کې قرآن کریم ته اورونه واچول . په سویډي ژبه د قرآن په ژباړلو سره  هڅه کوو، ددغه هیواد  خلک  د قرآن کریم له اصل سره بلد کړو ،په حقیقت کې د قرآن په سویډي ژبه ترجمه له جهل سره مبارزه ده .
د خبر لمبر: 3489010    خپرونې تاریخ : 2024/04/07

ایکنا- د یهودیانو لابي د امریکا په بهرني سیاست کې ځانګړي ځای لري. سره له دې چي یهودیان یواځې د امریکا د نفوس درې سلنه جوړوي، لیکن د امریکا د قدرت په جوړښت کې له ټولو زیات اثرګذاره دي.
د خبر لمبر: 3488965    خپرونې تاریخ : 2024/03/30

ایکنا- د آرژنټاین ولسمشر  چې نیواکي ټاټوبو ته ئې سفر کړی دی، د صهیونیسټانو لپاره ئې د چاپلوسۍ په موخې سره ،د مسیح ظهوریوازینۍ لاره  دالاقصی  جومات ورانول دي.
د خبر لمبر: 3488710    خپرونې تاریخ : 2024/02/13

ایکنا-(نجف اشرفّ)  د آیت الله سیستاني  له نماینده سره د واټیکا دیوه پلاوي په کتنې کې  د فلسطین د موضوع او دخلکو  دمظلومیّت په بشپړ ملاتړ ټينګار شوی دی.
د خبر لمبر: 3488388    خپرونې تاریخ : 2023/12/07

ایکنا-(کینیډا) د کینیډا  د چارواکو د اعلان په اساس،  په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم د بې آمانه حملو اوبمباریو د پیلیدا له وخت راهسې  دکینیډا د ترټولو لوي ښار په توګه  په ټورنټو کې پر نفرت خورونې مشتمل جرمونه  زیات شوي دي .
د خبر لمبر: 3488331    خپرونې تاریخ : 2023/11/26

ایکناـ(پاریس) په داسې حال کې چې  په فرانسې کې د مسلمانانو په ضد توکمپالنه په زیاتیدا ده ، دفرانسې حکومتي ادارې  له دغې سپیرې ښکارندې سره هیڅ ډول جدي چلند نه کوي.
د خبر لمبر: 3488305    خپرونې تاریخ : 2023/11/21

ایکنا-(بروکسل) اروپائي اتحادئې  پخپل تحقیقاتي کمیشن کې ((European Research Council) یا (ERC) له ځينو څيړنیزو پروژو څخه له خپلو موخو سره یو ځای مالی ملاتړ کړی دی.
د خبر لمبر: 3488243    خپرونې تاریخ : 2023/11/09

ایکنا – (فلسطین) د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مرستیال په دې خبرې سره چې موږ باور لرو چې د صهیونیسټي دښمن پر وړاندې د مبارزې پایله بریا ده وویل: د فلسطین ملت به هېڅکله تسلیم نشي.
د خبر لمبر: 3487850    خپرونې تاریخ : 2023/08/25

ایکنا-(تهران) د سوډان چارواکو په  تیرو څو کلونوکې هڅه کړې ده د امریکا له سیاستونو او غوښتو څخه په پيروئ سره خپل موقعیّت پیاوړی کړي او د امریکا او د هغې د متحدانو له مالی ملاتړونو برخمن شي.په دې لړ کې  د سوډان حکومت حاضر شو،له امریکا د ملاتړونو د ترلاسه کولو په بدل کې صهونیسټ رژيم په رسمیّت وپيژني او په دې توګه،د خرطوم او تل ابیب ترمینځ مناسبت تينګ شول.
د خبر لمبر: 3487239    خپرونې تاریخ : 2023/04/25

ایکنا-(تهران) د مصر مفتي په یولړ څرګندونو کې د دینو او مذهبونو او مقدساتو ته دسپکاوي د جرم بللو لپاره د قانون د وضع کولوغوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3487113    خپرونې تاریخ : 2023/03/30

ایکنا-(تهران)د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کې ویلي، " له وړاندې د دا ډول پلان شویو اعمالو تکرار، د هغه قانوني چوکاټ موثریت تر پوښتنې لاندې راولي چې تر شا یې اسلاموفوبیک خلک پټوي او په معافیت سره نفرت خپروي.
د خبر لمبر: 3487108    خپرونې تاریخ : 2023/03/29

ایکنا-(تهران)دمصر د الازهر اسلامی مرکز په ډنمار کې کې د قرآن سوځونې په سختې محکومونې سره دغه اقدام نفرت خورونکی او سپیر فعل وبالهّ.
د خبر لمبر: 3487107    خپرونې تاریخ : 2023/03/29

ایکنا-(تهران) د نیوزیلینډ په کرایست چرچ ښار کې  په دوو جوماتونو باندې د وحشي ترهه ګرو حملو په څلورمې کلیزې کې ددغه هیواد مسلمانانو او مسئولانو  له اسلامه د ویرونې له پروسې او افراط پالنې سره د مبارزې په ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487040    خپرونې تاریخ : 2023/03/15

ایکنا-(تهران) د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش له اسلامه دویرونې له پروسې سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت پخپل پیغام کې، د مسلمانانو په ضد د کرکې اونفرت خورونې د ختمیدا غوښتنه کړې.
د خبر لمبر: 3487024    خپرونې تاریخ : 2023/03/12

ایکنا-(تهران)شیخ الازهر دارمنستان له خارحه وزیر سره په کتنې کې په الازهر موسیسې کې په ارمنستان کې د موجود قرآن کریم د کم پیدا کیدونکو خطي نسخو د نندارتون د ترسره کیدا لپاره دهغه د وړاندیز هرکلی وکړ.
د خبر لمبر: 3487009    خپرونې تاریخ : 2023/03/09

ایکنا-(تهران) د ویانا ستر پادري له نفرت خورونې او درز اچونې سره په مقابلې کې د مکې د سند پر اهمیّت په ټينګار سره روښانه کړه،د بیان د آزادۍ دبرخمنیدا په پلمه د آسماني کتاب قرآن سوځول  اود پيغمبر اکرم(ص)سپکاوی هیڅکله هم د منلو وړ اقدام نه دی.
د خبر لمبر: 3486982    خپرونې تاریخ : 2023/03/04

ایکنا-(تهران)د مصر الازهر اسلامی مرکز د سویډ او هالینډ د ټولومحصولاتو او شیانو د بایکاټ لپاره له مسلمانانو څخه په غوښتې سره د اسلامی امت له خوا د قرآن کریم په ملاتړ کې یو واحد او پیاوړی دریځ غوره کړي.
د خبر لمبر: 3486805    خپرونې تاریخ : 2023/01/26