ایکنانیوز راپور ورکړ، د ایران زلمی قاري صالح مهدي زاده ، چې په محفل ټیلیویژني پروګرام کې ئې تلاؤت په ورستیو شپو ورځو کې په ټولنیزو چینلونو کې ډير زیات کتونکي درلودل،د پرسپولیس ټيم د قطري لوبغاړي عبدالکریم حسن په بلنې سره وړمه ورځ ددغه ټيم دتمریناتو ځاي ته ورغی.
مهدی زاده په دغه شتون کې د کلام الله مجید څو آیتونه تلاؤت کړل او د عبدالکریم حسن، عیس آل کثیر ، مهدی ترابی ، محمد حسین کنعاني زادګان پشمول ئې د ټيم له لوبغاړو سره یادګاري عسکونه واخستل.
دټول قرآن کریم حافظ او قاری ۱۱ کلن صالح مهدي زاده چې د ګیلان ولایت اوسیدونکی دی،له استاد فرهاد او محمد فلاح پور څخه قرآن کریم زده کړ.
دغه زلمی حافظ او قاری په محفل پروګرام کې په شتون سره ، د استاد سعید مسلم په سټایل سره د انفطار اوتکویر سورو د یوشمیر آیتونو ډير په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ. دغه تلاؤت دایران اوعربو هیوادونو کې په سوشل میډیا کې په میلیونونو کتونکي درلودلي دي .
https://iqna.ir/fa/news/4210720