ایکنانیوز د القدس العربی له قوله راپور راکړ، د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د غزې له خلکو سره دپیوستون لپاره به د مصر په سفر کې روژه وساتي.
ګوتریش په ایکس پاڼې کې پخپل یوه پیغام کې لیکلي د ي، د روژې په میاشتې کې د غزې له خلکو سره د پيوستون د اعلان لپاره پخپل سفر کې د روژې ساتل د هغو مسلمانانو اعتقاداتو ته د احترام په دلیل دي، چې اوس دهغوي هیواد ته روان یم.
هغه زیاته کړې ده ، البته زما زړه مات شوی دی ځکه په غزې کې ډیری فلسطینیان د مناسبو خوړو د خوړلو جوګه نه دي.
د ملګروملتو سرمنشي د مصر له پلوه رفح سترې لارې ته دخپل شنبې ورځې په سفر کې ووئيل، په داسې څال کې چې په رفح کې د ټریلرو او ټرکونو اوږده صفونه منتظر دي، په داسې حال کې چې د پولې بلې غاړې ته خلک په قخظۍ کې ښکیل دي.
هغه ټينګار وکړ، په لیوالتیا سره غزې ت ه د مرستو د واریدیدا د آسانولو لپاره له مصر سره د ملګرتیا د دوام په تمه دی.
ګوتریش د اکتوبر په اومه نیټه دغزې تړانګې په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنګ د پیلیدا له وخت څخه غزې ته په خپل دوهم سفر کې د غزې تړانګې په شاوخوا کې دمصر العریش ښار ته وارد شو او ددغه ښار په روغتونو کې له ټپي فلسطینیانو سره لیده کاته وکړل.
د ملګروملتو سرمنشي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې دغزې ټولو سیمو کې ته د انسان دوستۍ د مرستو دلیږد لپاره د بشپړ او لامحدود لاس رسي د اجازت په ضرورت ټینګار وکړ.
هغه همداراز ددې خبرې په کولو سره چې مځکنۍ لاره د درندو شیانو اوتجهیزاتو په وړو راوړو کې ترټولو اغیزشیندونکي او کارنده لاره ده ،ټينګار وکړ، د مرستو رسیدا په انساني دلیلونو سره په فوري توګه اور بند ته اړتیا لري.
ګوتریش د غزې د جنګ د نړیوالو پایلو په باب خبرداری ورکړ او وې وئيل،په غزې تړانګې کې یوه انساني غمیزه په رامینځةکیدا ده ااو د فلسطینیانو پر عزت هره ورځ تیري د نړیوالې ټولنې اعتبار او اعتماد تر پوښتنې لاندې راولي.
د ملګرولمتو سرمنشي مصر او اردن ته سفرونه کوي او همداراز د آنروا ادارې سره د اړونده مرکزونو کتنه هم کوي.