IQNA

د یمن پوځ په سره سمندر کې د صهیونیستي رژيم د بندرونو په لور تلونکي بله کشتۍ هم ټارګټ کړه

6:27 - January 17, 2024
د خبر لمبر: 3488581
ایکنا- د یمن دپوځ یندوي جنرال یحیی سریع پرون ماښام  په دې باب په یولړ څرګندونو کې ووئيلو د یمن سمندری ځ واک   په یولړ عملیاتو کې ؛زوګراویا ؛ کشتۍ چې په نیواکي فلسطین کې دبندرونو په لور روانه وه په شیشت راوسته او ټارګټ ئې کړه.

د یمن دپوځ  په یوې اعلامیې کې وئیل شوي دي ، په سره سمندر کې ددغه وحشي رژيم په ضد دخپلو عملیاتو په دوام کې ئې له دغه رژيم سره اړونده یوه بله کشتۍ هم په شیشت کې په راوستوسره په اور کې سوځولې ده .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ، د یمن دپوځ یندوي جنرال یحیی سریع پرون ماښام  په دې باب په یولړ څرګندونو کې ووئيلو د یمن سمندری ځ واک   په یولړ عملیاتو کې ؛زوګراویا ؛ کشتۍ چې په نیواکي فلسطین کې دبندرونو په لور روانه وه په شیشت راوسته او ټارګټ ئې کړه.

هغه ووئیل، دغه کشتۍ  دسمندري ځواک په څو توغندیو سره په شیشت کې په راوستو سره  په مستقیم ډول ویشتل شوې ده. هغه ووئیل،  ددغې کشتۍ تارګټ کول ،  د کشتۍ  د عملې په وسیله  دیمن  د پوځ د خبرداریو له ردیدا وروسته  ترسره شوه .

 دیمن دپوځ ویندوي  همدرااز ووئیل، مونږ د اسرائيلو دسمندري ټرانسپورټ  او د کشتیو د حرکت د مخنیوي لپاره  چې  په سره سمندر  او بابا المندب لارې کې  ترسره کیږي،د غزې دکلابندۍ تربشبړ ختیمدا او د دغې سیمې د مظلومو خلکوپه ضد د وحشي رژيم د حملو تر بندیداپورې  دوام ورکوو ، او په دې اړه  د هیچا د ګواښونو هیڅ پروا نه کوو.

داپه داسې حال کې دي چې د  بریتانیا دسمندري تجارت ادارې  هم وئيلی دي ، دیمن د الصلیف په شمال لویدیځ کې ئې دسمندري  سل میله فاصله کې د یوې امنیتی پييښې په باب راپور ترلاسه کړی دی.

له دې سره په یووخت په یمن د امریکا او بریتانیا په حملو پسې  دبریتانیا شل څو ملیتي تیلی او ګازی شرکت  پرون اعلان کړی دی ،چې تر بلې اطلاع پورې  له سره سمندره د خپلو کشتیو دتلو رتلو پروګرام  ئې درولی دی..د جاپان   نیپون بوسن شرکت هم چې ددغه  هیواد د ترټولولوي سمندري شرکت دی ، هم پرن له سره سمندره خپل ټرانسپورټي تګ راتګ ځنډولی دی.   

https://iqna.ir/fa/news/4194291

captcha