IQNA

د دینی ارزښتونو د منتقلولو توانمني او د قرآني معارفو ژور درک د قرآنی استاذانو لپاره ضروري دی

10:21 - December 23, 2023
د خبر لمبر: 3488460
 ایکنا- د لبنان د قرآنی چارو یو فعال وائي، دقرآني علم استاذان  باید د قرآن معارفو اومعنا ژور در ک اوددینی  اواخلاقي ارزښتونو په منتقلولو کې لوړه توانمني ولرل شي.

د لبنان د قرآنی چارو  قاضي  او استاد هیثم  سلیم عیاش په لبنان کې له ایکنانیوز خبریال سره په خبرو کې وويئل چې  باؤری دی ،د قرآني علومو تدریس فن د قرآن او اسلامی شریعت ژور درک ته اړتیا لري.

هغه د خپل ځان دمعرفۍ په پیل کې ووئيل، زه د لبنان نبطیه سیمې د جونبی حاروف ښارګي  اوسیدونکی یم او تر څوارلس کلنۍ پورې په بیروت کې وم  او هلته لوی شوم ، بیا جنوب ته راغلم . له ماشوموالی مو د لویو قاریانو د قرائت   د آوریدو په دلیل  دقرآن کریم له تلاؤت سره ډيره دلچسپي پیدا شوه  څو مراحل کچ کړم او د قرائت اجازت ترلاسه کړم او سوکه سوکه د یوه معلم ، قاضي  شم.

 هیثم سلیم عیاش دقرآنی علومو دتدریس دفن د ځانګړنو په باب  وائي، دقرآن علومود تدریس فن  ژورقرآني او اسلامی علومو  درک ته ضرورت لري. د قرآني علومو  لپاره د زده کړې  پړاؤ  مختلف دی ، خو زیاتره  داسلامی علومو او څانګو مدرکونو سره اړوندیږي.

هغه په لبنان کې دقرآني سیالیو د ترسره کیدا دکمښت د علت په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې ووئيل، په لبنان کې ددې چارې دلیل ممکنه ده  د مناسبو تشکیلاتو نه شتون  یا کلتوری  اواجتماعي شرائطو او کافی ملاتړ نه شتون سره اړوندیږي.

د قرآني چارو دغه استاد  دهغو چیلنجونو په باب چې  د قرآن دتدریس په وخت قرآني استاد ورسره مخ کیږي، ووئيل،د قرآنی علومو د تدریس موضوع  ددینی منتونونو  له ژور درک  او د اخلاقي ټکو او ارزښتونو دمنتقلولو دتوانمنیو  د ضرورت په دلیل ممکنه ده  چیلنج رامینځةکونکي شي.

 هغه د تفسیر د پړاؤنو  دشتون په باب  چې یو قرآن زده کونکی  ئې د قرآني علومو په زمینې کې  دهغهو له لارې پرمختګ کولی شی، ووئيل، په لبنان کې دتفسیر د پړاؤنو کمښت د هغو  چیلنجونو له امله کیدلی شي ، چې  ممکنه ده ددغې پيچلی څانګې د تدریس لپاره شرائط لرونکي معلمان او سرچینو په تامینولو کې  موجودې وي.

https://iqna.ir/fa/news/4189044

 

captcha