IQNA

عربان دې د وحشي صهیونیسټي رژيم دجنایتونو په وړاندې قاطع دریځ ولري

6:42 - July 05, 2023
د خبر لمبر: 3487581
ایکنا -(تهران)  د یمن دانصار ا.... غورځنګ  عمومی منشي  د اردن سین  په لویدیځي غاړې کې  دجنین په ښار اوکیمپ باندې د صهیونیسټانو د وروستیو جنایتونو په باب  ووئيل،  عربی او اسلامی هیوادونه او یمن  د اسلام د امت په توګه  د  فلسطین په وړاندې  دیني او اخلاقي مسئولیّت لري  او  دصهونیسټانو دجنایتونو په وړاندې له فلسطینه  دملاتړ دنده پر اوږو لري.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د  یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ  عمومی منشي  عبدالمالک بدرالدین الحوثي  ددې خبرې په کولو سره چې  د هغو جنایتونو په وړاندې د عربانو دریځ چې  په فلسطین کې رامینځةکیږي،  ددغو جنایتونو  تر حد او اندازې پورې نه  دی، ټينګار وکړ، د صهیونیسټي رژيم دجنایتونو په وړاندې  دعربانو دریځ باید پریکنده وي.

 ،  د یمن دانصار ا.... غورځنګ  عمومی منشي  د اردن سین  په لویدیځي غاړې کې  دجنین په ښار اوکیمپ باندې د صهیونیسټانو د وروستیو جنایتونو په باب  ووئيل،  عربی او اسلامی هیوادونه او یمن  د اسلام د امت په توګه  د  فلسطین په وړاندې  دیني او اخلاقي مسئولیّت لري  او  دصهونیسټانو دجنایتونو په وړاندې له فلسطینه  دملاتړ دنده پر اوږو لري.

هغه په جنین کې دبشپړ سنبال صهیونیسټي وحشي پوځیانو  په مقابل کې د فلسطینیانو  میړني مقاومت ته په اشارې سره  هم روښانه کړه ،دلویدیځي غاړې ، جنین، غزې  او په درستو نیواکي ټاټوبو کې  دفلسطین دم لت سرښیندنې  د ستاینې او قدرونې وړ دي . الحوثي زیاته کړه ، د فلسطین  دملت سرښیندنې او  مجاهدتونه  به دخدای په مهربانۍ سره  بریالي وي او دا دمونږ ټولو مسئولیت دی چې  په هرډول ملاتړ سره د دوي ترڅنګ ووسو.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i135344

captcha