ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د نجونو او ښځو د زده کړو او کار حقونه ځنډول شوي، چې ښځینه فعالانې یې د ځان پر وړاندې تر ټولو لوی ظلم بولي.
د امربالمعروف وزير شيخ محمد خالد حنفي وایي اداره به یې د ښځو د حقونو ناقضین محاکمې ته راکاږي.
هغه په يوه پيغام کې خپلو ولايتي رييسانو ته ويلي، د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي او چا ته اجازه ور نهکړي چې د هغوی حقونه ضايع کړي.
ده زياته کړې چې که څوک د ښځو مهر نهورکوي، ميراث يې ترې اخلي، په زور نکاح ورسره کوي او يا يې په بدو کې ورکوي، دغه کسان دې محکمې ته معرفي کړي.
د طالب وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د هغه اړوند وزات د ښځو وزارت پر ځای رامنځته شوی او ټول تاسیسات یې ورسره اړوند شوي.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د نجونو او ښځو د زده کړو او کار حقونه ځنډول شوي، چې ښځینه فعالانې یې د ځان پر وړاندې تر ټولو لوی ظلم بولي.
نړیواله ټولنه افغانستان یوازینی هېواد بولي، چې واکمنانو یې نجونې له زده کړو او ښځې له کار کولو منع کړي دي.