IQNA

د اردن یوه تیروتی ځوان لپاره عدالت ډیره جالبه فیصله کړې

6:15 - April 28, 2023
د خبر لمبر: 3487250
ایکنا-(تهران) په اردن کې یوې محکمې ، په یوې فیصلې کې یو ځوان له بل خوان سره د ښکیلیدا په تور د قرآن کریم  د ځينو برخو پر حفظ کونې او په قرائت محکوم کړ.

ایکنا خبری آژانس د عربی۲۱ له قوله راپور راکړ، په اردن کې یوې محکمې  یوځوان محصیل د شکایت کونکي  له رضایت وروسته د توان په حد کې د قرآن کریم تلاؤت او د ځينو آیتونو حفظ کولو ته پابند کړ.

دغه ځوان چې د پوهنتون محصیل  او دکورنۍ یوازینۍ نان نفقه برابرونکی دی،د یوه بل کس په ګواښلو وهلو او ورته په تاوان رسولو تورن شو،خو  شکایت کونکی  له خپلې دعوا  په شا شو او عدالت فیصله وکړه چې دغه ځوان ته فرصت ورکړل شي چې د سزا کیدا په ځای دې ځان اصلاح کړي.

په همدې خاطر محکمې هغه د اوقافو  او د اسلامی مقدساتو او چارو وزارت ته معرفي کړڅو هغه  د خپل توان په اندازه  قرآن حفظ کړي.

د اردن د آمان د اپیل محکمې د قاضیانود پلاوي مشر قاشي عصمت حسین الرحامنه ، له یوې میاشتنیو ناستو او د شواهدو له آوریدو وروسته ،په دغې دوسیې کې  خپله فیصله صادره کړه او دې نتیجې ته ورسید چې ځوان کس څو جرمونه کړي دي،خو د شکایت په بخښنې سره مجرم کس باید په اجتماعی نظارت کې وي.

دغه تورن کس په عدالت کې پخپلې تیروتنې اعتراف کړی دی. د اردن  د سزا دقانون ۲۵ماده وائي چې د عام المنفعه خدماتو کې راغلي دي ، له تنخوا پرته کارکولو،تر یوې مودې پورې دټولنې خدمت کونې ته چې عدالت ئې وټاکي چې لږترلږه څلویښت ساعته او زیاتره دوه سوه ساته ټاکل کیږي، دمحکوم شوي کس ژمنتیا ده.

عدالت پخپلې فیصلې کې وییلي دي ،دې نتیجې ته رسیدلی چې تورن کس جرمونه کړي دي اوباید سزا شي،خو  دې ته په پام سره چې تر دې دمه  ځوان دی ،باید هغه ته فرصت ورکړل شيڅو  له هغو سزاګانو لیرې چې  دهغه آزادي سلبوي،بیا په ټولنې کې شتون پیدا کړي. په همدې خاطر هغه  د نومړی قانونی مادې په اساس ،هغه د قرآن کریم تلاؤت  او د خپل توان په اساس د ځينو برخو حفظ کولو ته پابند شو.

https://iqna.ir/fa/news/4136615

 

captcha