د افغانستان یوه مشهور خطاط او خوشنویس هنرمند محمد مهدي میرزائي چې خپل آثار ئې د تهران په امام خمیني عید ګاه کې د قران په دیرشم نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کي دي،له ایکنا سره ئې پ خبرو اترو کې دخپلو تجروبو په باب خبرې وکړې.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې د خوشخطۍ له هنر او ددغې حوزې په تیره بیا له ایرانیو هنرمندانو سره آشنائي لري، ووئيل، د خوشخطۍ هنر له قرآن کریم سره سمون خوري او زما په عقیده خوشخطي د قرآن کریم لپاره له خوشخطۍ پرته هیڅ معنا نه لري.
میرزائي دې ته په اشارې سره چې خوشخطي د فارسي د ښکلو ادبیاتو لپاره هم دغه هنر ته لاژورتیا ورپه برخه کوي، زیاته کړه ، سږکال د قرآن په نندارتون کې توانیدلی دی له ښو علمي کلتوري او هنري شخصیّتونو سره ارتباط ټينګ کړي.
دغه افغاني هنرمند چې خپل شپاړس آثار ئې دسږکال په نندارتون کې وړاندې کړي دي، په دې باب ووئيل، په دغو آثارو کې ئې د قرآن کریم له آیتونو څخه کابو پنځه نوي فیصدي استفاده کړې ده او په ایران او د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو،عراق ،او حتی په ملایشیا ،انډونیشیا او تیونس کې ددغو اثارو ښه هرکلی شوی دی.
مهدي میرزائي د مسلمانانو د هنري فعالیتونو په ترسره کیدا کې د قرآن چورلیزتوب په ضرورت ټينګار وکړ او وې وئيل، مونږ مسلمان هنرمندان پخپل ظرفیټ او توان سره، د قرآڼ چغه ، دنړیوالو غوږونو ته رسولی شو.
https://iqna.ir/fa/news/4133297