انسانان د متقابلو ګټو او اړتیاؤ په اساس، سره غونډيږي او ټولنه جوړوي.البته ددې لپاره چې په دغې اجتماع کې سالم ژوند ولرل شي،د عادلانه او برابرو اړیکو غوښته کوي. عدالت یو هغه اساسی اصل دی چې قومونه او د ټولنې تل پاتیکیدا ورسره اړونده ده .لکه څنګه چې د بقرې سورې په یو سل څلوریشتم ایت کې راغلي دي،؛ وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ؛ (تاسو په یاد کړئ) کله چې خداوند ابراهیم په مختلفو وسایلو سره وآزمایۀ، او هغه په ښه توګه له امتحانونو ووت،نو خدا وند ورته وفرمائيل،ما ته د خلکو رهبر او امام جوړ کړې، ابراهیم ووئيل، زما له نسله(هم امامانوګرځوې) خداي وفرمائيل؛زما وعده ستمکارانو سره نه ده ( او یوازې ستا هغه بچیان چې پاک او معصوم وي ،ددغو ځائيګیو وړ دي)
ددغه آیت لږترلږه دوه اړخونه د پام وړ دی ، لومړی چې د ابراهیم ؛امامت؛ ته اشاره کوي او دوهمه برخه چې د ؛امامت او عدالت (له ظلم لیریوالی) په همیشني پيوستون د خد اوندمتعال ټينګار دی. مخکې هم ووئيل شول چې د ؛امامت؛ مقام په دغه آیت کې په څه معنا دی او د ؛نبوت؛ له مقام سره ئې څه نسبت دی . اوس پوښتنه داده چې د امام اساسی ځانګړنه څه ده ؟
ددغه آیت په دوهمې ځانګړنې کې یوازې د امام لپاره خصوصیات بیان شوي دي چې البته د امام ځانګړنې او خصوصیات همدې مورد ته محدود نه دي ،خو وئيل کیدلی شي ، چې په دغه ټکي کې تر ټولو مهمې او اساسی ځانګړنې بیان شوي دي.
حضرت ابراهیم علیه السلام یوازینی پیغمبر دی چې مسیحیان ،یهودیان او مشرکان ټول ځانونه دهغه د لارې پيروکار ګڼي . په دغه آیت کې له حضرت ا براهیم علیه السلام څخه د ستاینې اوقدرونې په ترڅ کې ، په غیر مستقیم ډول ټولو ته دا ورښودل شوي چې که په رښتیا ئې (ابراهیمّ) منئ ،نو بیا له شرک څخه لاس واخلئ او د هغه په شان یوازې الهي امرونو ته تسلیم شئ.
دغه آیت یو داسې آیت دی چې د شیعه اعتقادي او فکري پشتوانه ګرځول شوې ده، چې امام باید معصوم وي او هغه څوک چې پر هغه دظالم لقب صدق کوي، د امامت مقام ته به ونه رسیږي.
دتفسیر نمونه لیکوال ددغه آیت په باب یو جالب ټکی بیانوي او وائي،د امامت مقام ئې په ؛عَهدیِ؛ عبارت سره وئیلی دی چې د بقرې سورې د څلویښتم آیت ترڅنګ ،د الهي سنتونو یو اړخ نندارې ټه وړاندې کوي. «أَوْفُوا بِعَهْدِي أُوفِ بِعَهْدِكُمْ؛ زما وعدې ته وفاداره شئ،څو دتاسو له عهد سره وفا وکړم؛یعني که تاسو له هغه امام سره چې ما ټاکلی دی، وفاداره ووسئ او اطاعت مو وکړ،نو زه به هم هغه نصرت او مرستې ته چې مو قول ورکړی،وفا وکړم.دا الهي سنت د ټولنې له امام او رهبر سره دټولنې د خلکو د ارتباط د څرنګوالي پر اهمیّت ټينګار دی.
په تفسیر نور کې د آیت ددوهمې برخې ځيني پیغامونه؛