د ایران د اوقافو دادارې دقرآني چارود مرکز مشرحمید مجیدی ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې ووئیل، د مقاومتي اقتصاد او د هیواد دملی کرنسۍ دپیاوړتیا او ملاتړ په حوزې کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود دفرمانونو دتحقق په لړ کې به،د ایران دقرآن کریم د نړیوالو سیالیو د نهه د یرشم پړاؤ د سیالۍ ګټونکو ،او قاضیانودرستې جایزې او دنورو فعالیتونو ورکړې ،په یورو یا ډالرو کې نه بلکې په ریالو کې ورکړل شي.
هغه دې ته په اشارې سره چې له دې ترمخکې پورې د سیالی کونکو او بهرنیو قاضیانو ټوله جایزې او حقوقو ورکول له هماغه پیله تر دې دمه په بهرنیو اسعارو سره ورکړل شوي دي ووئيل؛له دې وروسته به په مقاومتي اقتصاد کې د مخکې حرکت لپاره ،د ایران دټولو بهرنیو اسعارو په ځاي د ایران د اسلامی جمهوریت ملي کرنسۍ یعني د ریالو په بڼه ورکړل شي.
دایران د اوقافو د ادارې د قرآني چارود مرکز مشر، روښانه کړې ده ، د بهرنیو اسعارو د حذفیدا په لور حرکت د مقاومتي اقتصاد دس یاستونو د وړاندې کولو او په تل پاتې اقتصادي لارې کې حرکت ته د هیواد دضرورت او په دغې حوزې کې د تاوانونو د کمولو د سیاستونو په چوکاټ کې رامینځةشوی دی او له همدې امله ده چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود له ډالر سره د هیواد داړوندوالي پر غوڅولو ډير زیات ټينګار کړی او فرمائيلي ئې دي ؛که مسئولان او خلک وتوانیږي ،مقاومتي اقتصاد په حقیقي معنا پوره او هیواد د دښمن له مالی او دپیسو له جادو خلاص کړي او په اقتصادي ژوند کې د ډالرو ارزښت او برلاسی مات کړي،نو نورو هیوادونه ئې هم ژغورلي دي او دهغوی لپاره به بیلګه شي.