IQNA

په ترکیې کې د قرآن د ۷۵۰ حافظانو د فارغ التحصیلۍ جشن ترسره شو

14:02 - December 05, 2022
د خبر لمبر: 3486553
ایکنا-(تهران) د قرآن کریم د اوه سوه پنځوسو حافظانو د فارغ التحصیلۍ ولولناکې دستورې د ترکیې په قونیه ښار کې ترسره شوې.

ایکناخبری آژانس د ترکیې خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د ترکیې د پارلیمان مشر مصطفی شنتوب او د دیانت ادارې مشر علی ارباش په دغو دستورو کې  چې د ترکیې د دارالافتاء په همت سره ترسره شو،شتون درلود.

ارباش د فارغ التحصیلانوپه  هغه جشن کې پخپلې وینا کې چې په همدې مناسبت ترسره شوي،د پيغمبر اکرم(ص)ددغه حدیث شریف په استناد سره  چې ؛ په تاسو کې ترټولو ښه هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته ئې  ورزده کوي ،ووئيل؛تاسو دلته قرآن کریم زده کړی او نورو ته به ئې هم ورزده کړئ.هغه په دوام کې ووئيل،قرآن کریم هغه ترټولو ستره معجزه وه چې پرمځکې رالیږل شوې ده او خداوندمتعال رالیږلی دی څو خلک له تورتمه د نور او رڼا په لور هدایت کړي.

دغه دستورې د  څلور سوه هلکانو او د  درې نیم سوه  انجونو زده کونکو پشمول دقرآن کریم د اوه سوه پنځوس حافظانو  ته د قرآن کریم د حفظ  مدرکونوپه ډالۍ کولو سره پاي ته ورسیدې.

https://iqna.ir/fa/news/4104390/%D

captcha