IQNA

په اماراتو کې د ماشومانو لپاره لومړنۍ ځانګړي قرآني ګړئ

16:38 - October 13, 2022
د خبر لمبر: 3486322
ایکنا-(تهران) د متحده عربی اماراتو په دوبئ کې د ؛جیټکس ګلوبل پوهنتون په دوهمه ورځ  دماشومانو ځانګړي قرآني سمارټ ګړئ نندارې ته وړاندې شوه.

ایکناخبری آژانس د الخلیج له قوله راپور راکړ،ددوبئ د ؛جیټکس ګلوبل ؛نومې نندارتون په دوهمه ورځ ،ماشومانو ته د قرآن کریم د ښونې  لومړنۍ ځانګړي سمارټ ګړئیا ساعت نندارې ته وړاندې شو. دغه ګړئ چې د iQIBL))له خوا  وړاندې شوي ، (K۰۱) نوميږي  او د ماشومانو لپاره د یوه موبایل په څير  کار کوي، په دې توګه چې پکې د سیم کارډ اچولو سره  ورسره آډیو او ويډیوئي تماس هم ټيڼګیدلی شي . دغه ګړئ یا ساعت همداراز د ماشومانو دساتنې په خاطر هم استعمالیږي او مور پلار ته ډاډ برابروي ،ځکه  چې  په دغې ګړئ سره  چې ماشوم ورڅخه استفاده کوي، د  QIBLA KID  پروګرام څخه په استفادې سره مور پلار ته دماشوم دقیق ځاي  هم معلومیږي.

مور پلار همداراز د کور یا ښونځي شاوخوا کرارې سیمې  تعریفولی شي، پر دې اساس  له دغو سیمو د ماشوم د وتلو پر مهال ګړئ مور پلار ته دددغه خبر د اعلانولو لپاره یو پیغام لیږدوي.    

https://iqna.ir/fa/news/4091561/%D8

captcha