ایکنا خبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځمکني ځواک پرون د عراق په کردستان سیمه کښې نړیوال استکبار ته اړونده د ایران ضده ترهګرو ډلو دمورچلو د ورانولو لپاره د مځکني ځواک د حمزه سیدالشهدا علیه السلام د مرکز د ځواکونو د عملیاتو د پیلولو خبر ورکړی وو.
په ایران کښې د بلواو د رامینځته کولو لپاره د ایران سرحدي ښارونو ته د کومله او ډیموکراټ ترهګرو ډلو د وسله والو کسانو او د ګڼ شمیر وسلو له راوړلو وروسته د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځمکني ځواک پرون د عراق په کردستان کښې د دغو ترهګرو ډلو په مرکزونو باندې بریدونه وکړل.
د ایران سپاه پاسداران ځواک په دغې نننۍ اعلامیې کې وئیل شوي دي،د اسلام د جنګیالیو دغه عملیات به د پایداره سرحدي امنیت د تضمین او د تیریګرو جنایتکاره ترهګرو د خبردار کولو او د خپلو قانوني دندو او نړیوالو مقرراتو په وړاندې د عراق د کردستان سیمې د چارواکو د مسوولیت تر منلو پورې دوام ولري.