ایکناخبری آژانس د الوفد له قوله راپور راکړ، له افراط پالنې سره د مبارزې لپاره دالازهر دفاعي ادارې د هندي مسلمان خبریال د خوشی کیدا په هرکلي سره چې اسلام ته د واکمن بي جې پي ګوند د مسئولانو سپکاوي ئې ایشوا کړي ، د مسلمانانو په ضدد نفرت اچونې او کرکې سره مقابله،دهندوستان په ټولنې کې دمذهبی تاؤتریخوالو د پيزواني کولو لپاره ضروري وبلله . ددغې دفاعي ادارې په وینا،دا چاره به د هند د پرمختګ اوثبات لپاره یوه سریزه وي .
هندي رسندویو راپور ورکړی،د هندوستان سترې محکمې یا سپریم کورټ د هندي خبریال محمد زبیرد خوشی کیدا حکم صادر کړی او د هغه په ټولنیزو چینلونو کې دټویئټ یا خپرونې ممنوعیّت ئې هم لغوه کړی دی .
دهند پولیسو محمد زیر د اسلام په ضد د بې جې پي واکمن ګوند دویندوي د سپَکو څرګندونو په ایشواکونې پسې نیولی ؤ. په هغه وخت کې دغه ایشواکیداپه هندوستان د ډيرو مسلمانو هیوادنو د سخت اعتراض سبب شوه .