ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم رئیسي نن په تهران کښې د علامه مصباح یزدي د درنښت په نړیوالې غونډې کښې پخپلې وینا کښې وویل حاج قاسم سلیماني په میدان کښې د یوه (۱)سړي په توګه خپله عملي ژمنتیا وښودله او د دین د سرحدونو ، د دین د حریم او د مقاومت او د دریدا په دفاع کښې د بصیرت د یوې بیلګې په توګه د ولایت تړون ته یوه پاې بنده بیلګه ده .
د ایران ولسمشر دغه راز د علامه مصباح یزدي د شخصیت په قدرونې سره وویل ایت الله مصباح یزدي هم د خداي پیژندنې او انسان پیژندې حوزې او هم د ایډیالوژۍ ، عقیدې او د عقایدو د پیژندنې په حوزې کښې او هم د تاوانونو د پیژندلو په حوزه کښې نظر او نظریه لرونکی کس و او ډیر د استفادې وړ کتابونه یې لرل .