ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د انګلستان د یوې محکمې قاضي په خپل حکم کې ویلي، د دغو پیسو یوه لویه برخه د میرمن هیا او د هغې د دوو اولادونو د امنیت لپاره په پام کې نیول شوي دي ځکه چې هغوی د دوبئ د واکمن له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
قاضي فلیپ زیاته کړه میرمن هیا د خپل ځان د امنیت له لګښته او د خپلې شتمنۍ له یوې برخې پرته، چې له خپل خاونده له جلا کېدو وروسته یې غوښتنه کړې، د بل هیڅ شي غوښتنه نه ده کړې.
په دې حکم کې راغلي چې محمدبن راشد آل مکتوم باید په راتلونکو درو میاشتو کې د دغو پیسو لومړۍ برخه، چې ۲۵۱ ملیونه او ۵۰۰ زره پونډه کېږي د خپلو ماشومانو په خاطر میرمن هیا ته ورکړي.
د دوبۍ واکمن او صدراعظم محمد بن راشد ال مکتوم د محکمې له لورې پابند شوی چې ۳ ملیون پونډه د خپلو دوو ماشومانو او ۹ ملیونه او ۶ لکه پونډه د مخکینیو پورونو لپاره ورکړي.
پر دې سربېره دی باید هر کال ۱۱ملیونه او ۲ لکه پونډه بلوغ ته تررسېدو پورې د خپلو اولادونو د لګښت او د دوي د امنیت لپاره ورکړي.
که څه هم حقوق پوهان وايي چې د بریتانیا په تاریخ کې د ماشومانو د ساتنې پر سر په دعوه کې د دومره ډېرو پیسو په ورکړه د یو چا محکومیت بې سارې پرېکړه د ه، خو دا تر هغو پیسو خورا لږې دي چې شهزادګۍ هیا له محکمې څخه د هغو غوښتنه کړې وه.
دې له محکمې د ۱ ملیارد او ۴۰۰ ملیون پونډو غوښتنه کړې وه.
هیا، چې د اردن د پاچا ملک عبدا...خور ده، محکمې ته وویل «یوازې د ځان ازادي او د خپلو اولادونو امنیت غواړم.