ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ،د ایران د اسلامی جمهوریت په خراسان جنوبی ولایت کې په پنځو ولسوالیو کې دقرآن کریم د قاریانو ترمینځ د سیالیو څلور څلویښتم پړاؤ نن پیل شو او د زموری یا اسد دمیاشتې تر دریمې نیټې پورې به دوام ولري .
د ایران دخراسان جنوبی ولایت د اوقاف او خیریه چارو د ادارې عمومی مدیر حجةالاسلام پرویز بخشي پور نن په یولړ څرګندونو کې ددې خبرې په کولو سره چې په دغو سیالیو کې یو زر نهه سوه نوي قاریان ګډون کوي ، ووئيل ، د سیالیو په دغه پړاؤ کې د قرآن دتفسیر په برخه کې یو زر درې سوه دیرش کسان، او د قراءت ، ترتیل ،آذان ، دعا لوستنې ، د پنځو سپارو د حفظ، د لسو سپارو دحفظ، د شلو سپارو د حفظ او د درست قرآن د حفظ په څانګو کې شپږ سوه شپیته کسان پخپلو کې سره سیالۍ کوي .
هغه زیاته کړې ، خراسان جنوبی ولایت د قرآن کریم د سیالیو په دغه پړاؤ کې دنامو د ثبتولو له پلوه توانیدلی په درست ایران کې دریم مقام وګټي .
د خراسان جنوبی ولایت دغه مسئول مقام ووئیل ، دغه سیالۍ د قرآن کریم دحفظ، ترتیل ، قراءت ، تحقیق او تفسیر او دغه راز د آذان وئیلو او دعا لوستلو په نهو څانګو کې ترسره کیږي . هغه وئیلي، دغه سیالۍ به د خراسان جنوبی په بیرجند خوسف ولسوالیو پشمول په پنځو ولسوالیو کې د زمري یا اسد د میاشتې تر دریمې نیټې پورې د قاینات ولسوالۍ په کوربتوب سره ترسره شي .
په دغو سیالیو کې بریالي شوو قاریانو ته به د خراسان جنوبی د اوقافو او د خیریه چارو د ادارې له خوا غوره جایزې هم ورکړل شي .