قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د «almasalla.trave» خبرونو نه په نقل، دا جشنوزمه د عراق شیعه زیارتونو او د امام حسین علیه السلام او د حضرت عباس علیه السلام سپڅلې آستانې همکاری سره پیل کېږی او د ۹ آبان عصر باندې به خپل کار ترسره کوی.
د زید الشهید مزار څارونکې اداری مشر شیخ قاسم الحسناوی د دې جشنوزمه پرانیسته مراسمو کې وویل: د امام حسین علیه السلام د پاڅون او د زید بن علی علیه السلام ترمنځه چې کوم ټینګ پیوستون وجود لری او بیا د دې دواړو غورځنګو سبب او دلیل او د هغه وخت حاکم او کلتور په خلاف پاڅون یعنی د ظالم حاکمانو د اطاعت په ځی د الله اطاعت غوره ګڼل وو.
په دی مراسمو کې شیخ کرار القاسمی عراق کې د شیعه زیارتونو څارونکو ادارو نیابت سره وویل: زید بن علی علیه السلام د یو ستر پاڅون لارښود وو او هغه د امر به معروف او نهی از منکر(د ښه حکم او د بدو مخنیوی) او د کربلا د شیهدانو د قاتلانو نه انتقام اخیستلو او د اسلامی مقدساتو لپاره پاڅون کړی وو.
زید بن علی بن الحسین علیهم السلام د امام سجاد علیه السلام او د شیعه او د اسلامی نړۍ له لویو شخصیتونو نه دی، شیعه مفکرانو د زید ښه وایی او هغه یی یوعالم او پوهه، تقوا او تهجد، زهد او پرهیز ګاری، د ظلم سره مقابله کوونکې او زړور شخصیت بللی.
http://iqna.ir/fa/News/3421602