قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) آسیا غربی څانګه، د علمدار کربلا علیه السلام د ضریح نښه ییز د څو کالو کوښښ نه پس د قندهاری حسینیه مشرانو له اړخه جوړ او مخروڼی شو.
د دې حسینیه مشرانو اعلان وکړو: د پاکستان هنرمندو د حضرت عباس علیه السلام سپېڅلی ضریح نه دلته د ضریح نښه ییز جوړ کړی دی.
د قندهاری حسینیه مسؤلانو وویل: دا هنرمند به شپه ورځ به د ضریح جوړولو کار کې مشغول وو چې د دې محرم کې مخروڼی وشی.
دې مراسمو کې چې د کویټه ښار قندهاری حسینیه کې پیل شو د پاکستان بلوچستان ولایت شیعه کانفرانس مشر سید داود آغا هم شتون لرلو.
مراسم د پاکستان یو مشهور قاری تلاوت قرآن سره شروع او د اهلبیتو علیهم السلام منقبتو او لمانځلو سره ترسره شو.