IQNA

پاکستان کښې د «ولس ویښتیا» کانفرانس پیلتیا

2:02 - August 04, 2015
د خبر لمبر: 3338566
خارجی څانګه: «ولس ویښتیا» کانفرانس به د مرداد میاشتې ۱۸ تاریخ چې د پاکستان شیعیانو لارښود شهادت کلیزې سره مناسبت لرې په د دغه هیواد پایتخت «اسلام آباد» کښې پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د غربی آسیا څانګه، دا کنفرانس به د امام خمینی(ره) معنوی زوې علامه شهید عارف حسین الحسینی د شهادت کلیزې سره د عالمانو او مسلمانان پوهاندو شتون سره پیل کېږی.

په دې کانفرانس کښې به د پاکستان شیعیانو لارښود شهید عارف حسین الحسینی کلیزه لمانځلو لایحه د خلکو مختلفو ډلو او د شیعه ګوندونو مسؤولانو په شتون کښې پیل کېږی.

په دې ملکوتی لایحه او د ولس ویښتیا کانفرانس کښې شرکت کوونکې د دغې ستر لارښود اسلامی ارمانونه سره بیا تړون کوی.

د مجلس وحدت مسلمین پاکستان مسؤولانو له نظر عارف حسین الحسینی د پاکستان د شیعیانو ستر لارښود وو چې خپل ټول پر برکت عمر یی د اسلام ناب محمدی خپرولو لپاره مقابله کولو کښې تېر کړی.

شهید سید عارف حسینی  په نجف اشرف کښې د اوسېدو په ورځو کښې د عمل او اسوه مېړنو سره تېر کړې وو او ړومبنۍ پېژندلې یی د اسلامی امت یو محبوب شخصیت امام خمینی سره شوی وو چې هم دا پېژندلی د هغوی په ژوند کښې د فکری او سیاسی بدلون ابتدا کړې وه.

هغه د عراق نه پس پاکستان ته راغللو او خپل علمی او سیاسی فعالیتونه یی شروع کړل او د پاکستان ولس مختلفو ډلو کښې نفوذ پیدا کړو.

د شهید حسینی قم حوزه علمیه ته را تلل د امام خمینی نړیواله غورځنګ سره یو ځای وو، دې شهید به هم پخپله احتجاج کښې شرکت کولو او هم به یی قم کښې موجود نور پاکستانی طالبانو به یی هم په احتجاج کښې شرکت کولو باندې تشویق کول.

سید عارف حسین الحسینی سره د علمی او سیاسی لوړ والې د اخلاقی صفاتو نه هم مزین وو او هم په دې سبب د پاکستان مسلمانانو په زړونو کښې ډېر زر کور وکړو او خپل ښکلې خدمات به یی ترسره کول.

هغه اخیره کښې د سحر لمانځه نه پس د کال ۱۳۶۷ مراداد میاشتې ۱۴ تاریخ باندې د پاکستان غربی شمال پېښور ښار «دارالمعارف» دینی مدرسه کښې وویشتلې شو او شهید کړی شو.

حضرت امام خمینی د هغوی د شهادت نه پس بیان کې وویل: «ما خپل عزیز زوی د لاسه ورکړو.»

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3337671

captcha