قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، بمبئی کښې د ایران خانه فرهنګ نه په نقل، قرار ده چې د هند حج کمېټه د حج مراسمو کښې د بیت الله الحرام هندی زائرانو نه د قربانی حلالولو پیسې واخلې کړی.
خو دې وینا سره د هند حج کمېټه د مسلمانانو مختلفو ډلو مخالفت سره مخامخ شوی.
هغوی عقیده لری چې قرآن کریم قربانی کول د بیت الله الحرام په ټولو زائرانو باندې قربانی نه ده واجب کړی، او دا کار د حج د چارو کمېټه له اړخه دی.
حج په درې قسمه دې، حج تمتع، حج قران او حج افراد. هغه کس چې د حج په ورځو کښې حج تمتع لپاره احرام تړی نو واجب دې چې د حج تمتع ټول مناسک سره د قربانی(د منا په ځمکه) د ذیحجه په لسمه( د لوی اختر په ورځ) وکړی تر دې چې د احرام نه خارج شی.
حج افراد کښې قربانی کول واجب نه دې، بلکې مستحب ده. حج قران کښې قربانی باید د احرام په وخت حاجی سره وی.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3320396