IQNA

د اسلام معرفی کولو لپاره د فرانس د جوماتونو اتحادیه لپاره کوښښ

20:35 - March 08, 2015
د خبر لمبر: 2949060
نړیواله ډله: د اسلام دین معرفی کولو لپاره د فرانس جوماتونو اتحادیه کوښښ کوې دا اتحادیه به د (جوماتونو خلاصې دروازې) کړنلار باندې د دې هیواد په جنوب کښې آباد «لیبیورن» جومات نه کار شروع کوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، اینا نړیواله اسلامی خبرونو نه په نقل، د فرانس د جوماتونو د اتحادیه له اړخه د اسلام دین معرفی کړنلار کښې د دې هیواد جنوب کښې لیبیورن جومات خپلې دروازې د نورو دینونو لپاره خلاصې کړی او د مختلف دینونو نه فرانسی ولس ته یی موقع ورکړه.

د دې جومات امام سعید مدحا وویل: د جومات دروازې ټوله ورځ د ټولو لپاره کولو وی، راتلونکو د جومات کتنه سره سره د اسلام او مسلمانانو په اړه پوښتنو لپاره جومات ته را تلل.

هغه زیاته کړه: چې څومره د مختلفو دینونو ترمنځه اړیکې مضبوط وی نو یوبل پوهنه، احترام او تفاهم به هم سره زیاتېږی.

ویلې کېږی چې له دې اقدام نه فرانسی ولس ډېر استقبال وکړو، تر دې چې د راتلونکو شمېر د مسؤولانو له تمې نه ډېر زیات وو.

د لیبیورن جومات مسؤولانو تاکید کړی:  د فرانس د خلکو له دې دعوت نه استقبال د دې خبرې اهمیت څرګنده کوی چې په مختلفو موضوعاتو باندې خبرې او نظر څرګندول د افراطی ډلو او مسلمانانو ترمنځه فرق څرګنده کوی.

فرانس کښې د جوماتونو خلاصې دروازې کړنلار د دې هیواد خلکو لپاره په دې مسئله دلالت کوی چې د دې هیواد مسلمانان یواځې توب او بېلتون رد کوی او ګوزارې، سړه سینه توب، ګډ سوله یز ژوند او سره ناسته ولاړه باندې تایید کوی.

http://iqna.ir/fa/News/2920078

captcha