د فلسطین د لوی قانونی عدالت قاضی، د قدس شریف عالمانو او وعظ کوونکو هیأت استازی او د عرب نوښت او کلتوری یوون مرستیال «ماهر خضیر» قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره په مرکه کښې دې ته اشاره سره وویل: مونږ کولی شو چې خپل خبر او مینه نندارتون، کنفرانس پیل کولو سره او د رسنۍ په طریقه او د جوماتونو منبرونو نه او د اسلامی مرکزونو فکر، اندېښنه او د صحیح اسلام عقاید او سوله او دوستی په دی دین کښې ټول نړۍ ته معرفی کړو.
هغې څرګنده کړه: د پیغمبر صلی الله علیه و آله خوابدوونکى کاریکا تور بیا خپرول د مسلمانانو احساسات راپارول او هغې مقابلې ته رابلل دی او دا غلط کار، نړی په د سولې، دوستی او د سولیز ژوند نه لری کړی چې دا به ښه نه وی.
د قدس شریف عالمانو او وعظ کوونکو هیأت استازی د اسلامی مقدساتو توهین په حقله وویل: د انګلیس ځینې فعال مسلمانان یو ښه قدم اوچت کړی چې د لندن په بسونو یی د حضرت محمد صلی الله علیه و آله په وصف کښې ښه لیک کړی او ښودنه یی کړی چې اسلام د ترهګری سره هیڅ اړیکه نه لری، هغه اقدام چې مونږ مسلمانانو لپاره ډېر محترم او ارزښتمن وو، د پیغمبر صلی الله علیه و آله خوابدوونکى کاریکا تور خپرول وو په مقابله کښې د ټولو مسلمانانو احساسات را پارېدل وو، ځکه چې دا یو داسې عمل وو چې یواځې ټول مسلمانان نه بلکې ټول دینونه دا محکومه وی.
ماهر خضیر په ادامه کښې د امریکا د دینونو نه دفاع په حقله قانون جوړولو ته اشاره سره وویل: مونږ او ټول مسلمانان خپل دین سره مینه لرو، اسلام د سولې دین دی، د مینی او دوستی دین دی چې په کې د نورو دینونو احترام باندې تاکید شوی، مونږ هیله لرو چې دا قانون به جدیت سره تطبیق شی او نړۍ به هم د مسلمانانو او اسلام احترام او ضرورت درک کړی.
د فلسطین د لوی قانونی عدالت قاضی تاکید وکړو: البته باید دې ته پام سره چې د دارنګه بې کفایته اقدامات باید په منطقی توګه او د هر قسمه اهانت نه لری جواب ورکړی شی، زما په خیال په کار دې د فکر ځواب به فکر او د منطق ځواب په ځواب ورکړی شی او په دې کښې د پیغمبر صلی الله علیه و آله سترو او لوړو اخلاقو سره اړیکه ضروری ده.
ماهر خضیر په اخیره کښې تاکید وکړو: اسلامی ولس په کار دی یو او مستحکم شی او نه باید اجازت ورکړو چې ډله ډلبندی او بېلتون سبب شی چې د اسلام او اسلامی مقدساتو توهین وشی.
http://www.iqna.ir/fa/News/2719322