قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د المنار ویب پاڼه نه به نقل، د لبنان ملی پیوستون مشر شیخ مصطفی ملص خپل بیان کښې ؤ ویل: شیعه او سنی د ۷ یا ۸ غیر اساسی مواردو نه په نورو مسئلو کښې سره یو نظر لری، او پاتی نور اختلافی مسئلې سیاسی رنګ لری نه دینی.
سنی عالم دی غونډه ته د لبنان د کلتوری جرګه مشر جعفری په دعوت سره ګډون کړی وو ور سره په کښې علامه شیخ محمد حسین الحاج د دې جرګه ستر مشر هم ګډون وکړو، دې عالم سنی ؤ ویل: عاشورا یو تاریخی پېښه وه چې د امت سمون لپاره او د حکومت فساد سره مقابله لپاره رامنځته شوی وه مونږ له دی واقعه نه او د امام حسین علیه السلام غورځنګ نه ډېر څه اخیستلې شو.
د لبنان ملی پیوستون جرګه مشر د تکفیریانو مسلمانانو کښې ډله ډلبندی کولو ته اشاره سره ؤ ویل: د امریکا جاسوسۍ اداره د داعش غوندی غونډو مرسته سره په مسلمانانو کښې ډله ډلبندی رامنځته کول غواړی.
ملص څرګنده کړه: باید د امام حسین علیه السلام غورځنګ نه چې د خپل نیکه امت سمون لپاره یی قیام کړی وو پیروی وکړو، او خپله دنده د یو مومن په توګه د امام حسین علیه السلام په لار کښې د ظلم او زور سره مقابله ده.
د لبنان دې سنی عالم زیاته کړه: مذهبی تعصب اسلامی ولس تهدیده وی او زمونږ په ټولنه کښې یی ډېرې ښکارنده شته او دا مسئلې زمونږ عقاید او دین خپل هدف جوړه وی.