ایکنانیوز – د افغانستان خبری سرچینو ددغه هیواد په هرات ولایت کې په ګذره ولسوالۍ کې په یوه جومات باندې په داسې حال کې دترهه ګرې حملې خبر ورکړی ، چې په لمانځه ولاړ وو او په هماغه جومات کې ئې وینه وبهول شوه.
د خبر لمبر: 3489132 خپرونې تاریخ : 2024/04/30
ایکنا - د هندوستان زیاتره مسلمانان د افراطي هندوانو په وسیله د یوشمیرمسلمانانو د هیڅ په هیڅه وژلو پسې ددغې افراطي او ناغیړي پرګنې دتاؤتریخجنو اقداماتو په دوام ډیر اندیښمن دي .
د خبر لمبر: 3489129 خپرونې تاریخ : 2024/04/29
ایکنا - یوه ډير زورور طوفان د ترکیې په چانقری ولایت کې د یوه جومات میناره نسکوره کړه او دغې سیمې ګاډو او نورو ځایونو ته ئې مادی تاوانونه واړول.
د خبر لمبر: 3489088 خپرونې تاریخ : 2024/04/22
ایکنا- د سعودي عربستان په جده ښارکې په 3D پرنټينګ ټکنالوژۍ سره جوړ شوی لومړنی افتتاح شو. دغه جومات څه دپاسه پنځه زره شپږ سوه مربع میټر مساحت لري.
د خبر لمبر: 3488847 خپرونې تاریخ : 2024/03/09
ایکنا- د الجزایر په پلازمینې محمدیه سیمې کې واقع الجزیره جامع جومات د مخ کتنې دستورې چې د افریقا ترټولو لوي جومات او د نړۍ دریم لوي جومات شمیرل کیږي، د کب دمیاشتې په شپږمه نیټه د دغه هیواد دو لسمشر عبدالمجید تبون په شتون سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3488791 خپرونې تاریخ : 2024/02/27
ایکنا- په سویډ کې ناپيژاندو کسانو د یوه جومات په دیوال باندې د توکمپالو شعارونو په لیکلو سره د مسلمانانو د وژلو غوښته کړې ده .
د خبر لمبر: 3488790 خپرونې تاریخ : 2024/02/26
ایکنا- دپاکستان چارواکو د هندوستان په ایودیا کې د رام مندر د پرانیستې په محکولو سره دغه هیوادد حکومت په اسلام ضده اقداماتو باندې په اعتراض کې د مسلمانو هیوادونو له خواد هند د حکومت د بایکاټولو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3488615 خپرونې تاریخ : 2024/01/24
ایکنا- د انډونیشیا ولسمشر ددغه هیواد دنوي پلازمینې نوسانتارا ښار دلومړنی جومات دجوړونې چارې پر مځکه ووهله او هیله ئې وښودله چې دغه جومات د نړۍ دنورو جومات ونو لپاره یو مثال شي او د انډونیشیا ځانګړنې نندارې ته وړاندې کړي.
د خبر لمبر: 3488594 خپرونې تاریخ : 2024/01/20
ایکنا- د امریکا د نیو جرسي په نیوارک کې د محمد نومې جومات امام ددغه جومات مخې ته د نامعلوم کس په ډزو ترور شو.
د خبر لمبر: 3488524 خپرونې تاریخ : 2024/01/04
ایکنانیوز- دهندوستان د نوي ډيلي ښاروالۍ اعلان کړی دی، نیّت لري، ددغه ښار یو تاریخي جومات د تلو راتلو د لارې د سترولو په خاطر ړنګ کړي.
د خبر لمبر: 3488496 خپرونې تاریخ : 2023/12/30
ایکنا د هندی کشمیر د سرینګر په جامع جومات کې د جمعې لمانځه د ادا کولو له لس اونیو ممنوعیّت وروسته ، هندی چارواکو په دغه جومات کې د جمعې لمونځ د ترسره کیدا اجازت ورکړ.
د خبر لمبر: 3488465 خپرونې تاریخ : 2023/12/24
ایکنا- په ابراهیمي جومات کې د فلسطینیو لمونځ ګوزارو د لمانځه په وخت د صهیونیسټ میشته ښارګوټي جنایتکارو اوسیدونکو حمله کړې چې په نتیجې کې ئې یو شمیر لمونځ ګوزار ټپیان شوي او دغه راز جومات ته یو لړ تاوانونه واوښتل.
د خبر لمبر: 3488451 خپرونې تاریخ : 2023/12/20
ایکنانیوز- په کینیډا کې یوې اسلامی موسیسې له نفرت خورونې سره دمبارزې لپاره ، د ؛ خپل دوست جومات ته راولئ ؛ په عنوان سره یو پروګرام اجرا کړی دی.
د خبر لمبر: 3488437 خپرونې تاریخ : 2023/12/18
ایکنانیوز- د وحشي صهیونیسټي رژيم الوتکې د غزط پر هستوګنو سیمو د قرآن دآیتونو لرونکی بروشرونو په غورځولو سره هڅه کوي ددغې سیم د خلکو روحیه له مینځه یوسي. د غزې خلکو د وحي د کلام په دغې بې حرمتۍ باندې خپله سخته غوسه او کرکه څرګنده کړې ده.
د خبر لمبر: 3488400 خپرونې تاریخ : 2023/12/10
ایکنا-(قاهرن) د لړم په ۲۳ نیټه پرون د نافع په روایت سره د قرآان د تلاؤت لپاره دمشر د لوړپوړو قاریانو قرآني محفل د مصر دقاهرې په امام حسین(ع) جومات کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3488276 خپرونې تاریخ : 2023/11/15
ایکنا-(کابل) دافغانستان د طالبانو دحکومت چارواکو په کابل کې په بیت المقدس کې د قبةالصخره د شکل په معمارۍ سره یو جومات افتتاح کړ.
د خبر لمبر: 3488185 خپرونې تاریخ : 2023/10/29
ایکنا-(غزه) دفلسطین په غزې کې مسجدالعمری چې ۱۴پيړۍ مخینه لرونکی دنړۍ یو ترټولو پخوانی جومات دی، اوا تل د مسلمانانو د اجتماع یو لوي مرکز پاتې شوی ،د وحشی صهیونیسټي رژیم په بې رحمه او بې آمانه بمباریو کې په کنډوالې بدل شو.
د خبر لمبر: 3488151 خپرونې تاریخ : 2023/10/22
ایکنا-(کابل) د افغانستان د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د اهل تشیّع په امام الزمان جومات کې د وحشي جنایتاکورو په لاس په یوې زورورې چاودنې کې د خداي په درګاه کې دیرش سربسجود دیرش لمونځ ګوزار شهیدان او کابو پنځوس نورټپیان شول.
د خبر لمبر: 3488099 خپرونې تاریخ : 2023/10/13
ایکنا-(غزه ) د تلې یا میزان د میاشتې له پنځلمسې نیټې یعني په طوفان الاقصی اوج پسې وحشي او جنایتکارو صهیونیسټي پوځيانو د جنګی الوتکو په بې آمانه بمباریو کې تردې دمه په غزې کې د خدای اوه کورونه ( جومات ونه) په کنډوالو بدل شوي دي او د وحشیانو دغیر انساني کړنو ننداره وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3488092 خپرونې تاریخ : 2023/10/11
ایکنا-(غزه) د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کې په واقع خان یونس سیمې باندې د وحشي صهونیسټي رژيم دجنګي الوتکو په حملې کې مسجد الامین په بشپړ ډول په کنډوالې بدل شو.
د خبر لمبر: 3488083 خپرونې تاریخ : 2023/10/10