IQNA

د پرسپولیس په تمریناتو کې د؛ عبدالکریم حسن؛په بلنې سره د ځوان قاري شتون

8:23 - April 18, 2024
د خبر لمبر: 3489065
ایکنا – د ایران ځوان قاري صالح مهدي زاده  چې  د انفطار او تکویر سورو  تلاؤت  ئې ډير زیات کتونکي او آوریدونکي درلودلي وو،  د پرسپولیس د لوبغاړو په بلنې سره  ددغه ټیم  په تمریناتو کې ئې ګډون وکړ.

ایکنانیوز راپور ورکړ، د ایران زلمی  قاري صالح مهدي زاده ، چې  په محفل ټیلیویژني  پروګرام کې ئې  تلاؤت   په ورستیو شپو ورځو کې  په ټولنیزو  چینلونو کې ډير زیات کتونکي درلودل،د پرسپولیس ټيم د قطري لوبغاړي  عبدالکریم حسن په بلنې سره وړمه ورځ ددغه ټيم دتمریناتو ځاي ته ورغی.

مهدی زاده  په دغه شتون کې د کلام الله مجید څو آیتونه تلاؤت کړل او  د عبدالکریم حسن، عیس آل کثیر ، مهدی ترابی ، محمد حسین کنعاني زادګان پشمول ئې د ټيم له لوبغاړو سره  یادګاري  عسکونه  واخستل.

دټول قرآن کریم حافظ او قاری  ۱۱ کلن صالح مهدي زاده  چې د ګیلان ولایت اوسیدونکی دی،له استاد فرهاد او محمد فلاح پور څخه قرآن  کریم زده کړ.

 

دغه زلمی حافظ او قاری  په محفل پروګرام کې په شتون سره ، د استاد سعید مسلم په سټایل سره د انفطار اوتکویر سورو د یوشمیر آیتونو ډير په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ. دغه تلاؤت  دایران اوعربو هیوادونو کې  په سوشل میډیا کې په میلیونونو  کتونکي درلودلي دي .

حضور صالح‌ مهدی‌زاده در تمرینات پرسپولیس + فیلم و عکس

 

 

 

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4210720

 

captcha