IQNA

د اماراتو د بن راشد قرآني خطي نسخو مرکز، د اسلامی میراث ګرانبیّه خزانه ده

16:01 - April 06, 2024
د خبر لمبر: 3489005
ایکنا-  په دوبئ کې د شیخ محمد بن راشد ال مکتوم د قرآنی خطي نسخو مرکز  د نړۍ د  ډير کم پیداکیدونکي قرآنونه او خطي  نسخو یوه ارزښتمنه  خزانه په اختیار کې لري.

ایکنانیوز د الاتحاد له قوله راپور راکوي، د شیخ محمد بن راشد ال مکتوم قرآنی نسخو مرکز  چې ددوبئ د قرآن کریم  دنړیوالې جایزې په مرکز کې واقع دی ، له ماډرن ټيکنالوجیو څخه په استفادې سره د نړۍ د ډيرو کمو پیداکیدونکو قرآنونو  و خطي نسخو په حفظ،مستند سازۍ او نمایش کې  مهم رول لري.

په دغه مرکز کې  داسې کمې موندونکي ډول ډول نسخې شاملې دي چې  د هندوستان،پاکستان،افغانستان،ترکیې ،مصر  او سورئې پّ څير له هیوادونو غونډې کړئ شوي دي. همداراز  هغه تاریخي او کم پيدا کیدونکي  تاریخي نفیس قرآنونه  چې په لاس سره لیکل شوي او د طلا په اوبو سره ښکلي  اوتزئین شوي ،دغې ټولګې  ته ئې ښکلا بخښلې ده.

 دغه مرکز همدرااز د ۴۲۰ کلن  یوه قرآني نسخې  د ساتلو ځاي دی چې له ایرنه اخستل شوې ده او پر دغې خطي نسخې سربیره ،  د شیخ  محمد بن راشد ال مکتون  اشعار هم لري او  په دې کې  د شیخ خلیفه  د نفیس قرآن  یو شمیر صفحې هم نمایش  ته وړاندې شوي دي

.مرکز نسخه های خطی قرآنی بن راشد امارات، گنجینه گرانبهای میراث اسلامی

په دغه مرکز کې  همداراز یوه ځانګړی څآنګه هم دی چې د  اماراتي لیکوال عبدالغفار حسین په وسیله  ورته ډالۍ شوې ده  او ډير زیات ارزښت لري . دغه ټولګه  همداراز  داسې ارزښتمنې  او کم پيداکیدونکي خطي نسخې او قرآنونه  لری ، چې  هغه  د اسلامی نړۍ له مختلفو  سیمو  غونډې کړي او  د اندازې او حجم له نظره  ډول ډول دي .

مرکز نسخه های خطی قرآنی بن راشد امارات، گنجینه گرانبهای میراث اسلامی

دغه مرکز په ۲۰۱۳ کال کې د  دوبۍ په  د قرآن د نفیسو خطي نسخو د  ساتلو او حفاظت په خاطر افتتاح شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4208544

captcha