ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی د ایران د روغتیا ، د درملنې او د طبې زده کړې د روزنې مرستیال «ابوالفضل باقري فرد» وویل د نړۍ د شپیتو هیوادونو څه د پاسه اته زره محصیلین په ایران کښې په طبي زده کړو بوخت دي.
هغه د درملنې د علمونو په شمول په بیلابیلو علمي زمینو کښې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د ایران پرمختګونو ته په اشارې سره وویل له اسلامي انقلاب مخکې د پاکستان ، د انډونیزیا او د فیلپین ډاکټرانو په ایران کښې طبابت او درملنه کوله چې حتی ځینې یې ډاکټران هم نه وو په داسې حال کښې چې همدا اوس د دغو هیوادونو محصیلین په ایران کښې په طبي زده کړو بوخت دي.
ابوالفضل باقري فرد په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته کلونو کښې زیاتو پرمختګونو ته په پام سره نور خارج ته د ایرانیو ناروغانو د استولو ضرورت نشته وویل د زده کړې د پراختیا د مطالعاتو مرکز د پوهنتونو مغز متفکر او د تحقیق او د پراختیا د پیاوړتیا لپاره مناسب ځای دی.