IQNA

جنتی او بهشتي نعمونه،د انسان ډیر لوړ تصوّر او درک

11:57 - February 15, 2024
د خبر لمبر: 3488719
ایکنا- بهشني نعمتونه  د مونږ له دنیائي درک او حس څخه غائب دی ، ځکه چې آخرت ، لا برلاسه ،لا پراخ او ددغه نړۍ ډير  ورآخوا دی چې مونږ یوازې د دغو نعمتونو څخه ځيني شباهتونه  ددنیا له نعمتونو سره په پرتله کولو سره ئې درک کوو.

د مونږ لپاره  چې په دغې نړۍ کې  د د نیا محدود یوو، د بهشتی  نعمتونو د اړخونو درک ، ډير مشکل ،بلکې ناممکن دی. ځکه چې  ددغې نړۍ نعمتونه، د آخرت  ددنیا دنعمتونو په وړاندې  تقریبا  د یوه سین په وړاندې د یوې قطرې هومره په حکم کې  دی .

قرآن کریم  فرمائي ؛، هغه څه چې غواړئ ئې ، هلته شته دي ، خو  د مونږ په نزد  لازیات هغه نعمتونه دي چې ستاسو په فکر او زړه کې ئې خطور هم نشته ،تر دې چې حتی وې غواړئ لَهُمْ مَا يَشَاءُونَ فِيهَا وَلَدَيْنَا مَزِيدٌ؛   هلته هرڅه چې وغواړئ د تاسو لپاره به موجود وي. او زمونږ په نزد،(نعمتونه )ډير یات دي. (ق: 35).

تل پاتې  جنت  چې پروردګار عالم پخپل فضل سره  ایماندارو او تقوا لرونکو ته ئې ژمنه ورکړې ده،د  غیب د امر یو ځیری دی ،هیڅکله د هغو  ارزښت نشي درک کیدلی او  د الهي ر حمت په شاوخوا کې د ښادۍ او خوشالۍ او ولولې په اندازې نشي پوهیدلی. په همدې اساس ، خلک  ئې له درک څخه قاصر  دي او دوي ته یوازې ویل کیږي چې ددغې ژمنې به هیڅکله هم خلاف ورزي ونه شي؛ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدَ الرَّحْمَنُ عِبَادَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّهُ كَانَ وَعْدُهُ مَأْتِيًّا؛   هغه لوی او پراخ بهشتونه چې  خداوندمتعال ئې  ددغې نړۍ په هڅولو کې د خپلو صالحو بندګانو لپاره  وعده کړې ده ، او البته دخدای وعده  په یقین سره انجام ته رسیږي... (مریم: 61).

 بهشت په حقیقت کې د ډيرو زیاتو باغونو او نعمتونو  مرکب دی چې   د صالحو مومنانو په اختیار کې ورکول کیږي. یعنی دهمیشني او  تل پاتې په معنا دي ،  دلیل پر دې دی چې  بهشت ددغې نړۍ د باغونو اونعمتونو په  څير نه دي ، چې ختمیدونکي وی،  ځکه  هغه شی چې انسان  ددغې دنیا له لویو نعمتونو سره په رابطه کې اندیښمنوی، دا دی چې  دا ټول بلاخره ختمیدونکي او زوال موندونکی دی ، خو دغه اندیښنه د بهشتي نعمتونو په باب نشته .

د ؛عبادَهُ؛ کلمه  د خداوندمتعال دمومنو بندګانو په معنا ده، نه د تولو بندګانو په معنا او د  ؛بالغَیّب ؛ تعبیر  له دې وروسته ،یعنی  ددوي له سترګو پټ دی  او  ورباندې ایمان لري. دا احتمال هم شته چې بهشتي نعمتونه  دومره دي چې هیڅ نظر یا سترګو نه دي لیدلی او  هیڅ غوږ هم  نه دي آوریدلی  او حتی د انسانانو په مغزو کې ئې خطور هم نه دی  کړی ، او زمونږ له درک او حسه په کلي توګه غایب دي.

captcha