ایکنانیوز د ایران پریس له قوله راپور راکړ،د ګانا هیواد د مسلمانو ځ وانانو د ترټولو لوي تنظیم مشر شیخ محمد کبیر په آکرا کې ایران پریس خبری آژانس سره په خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې نن سبا لویدیځي ډیموکراسي د غزې د بدلونونو او د فلسطینیانو دحقوقو دخلاف ورزۍ پشمول دنړیوالو بدلونونو یوازې نندارچیان دي ووئيل، نړۍ په ایران کې د د اسلامی نظام د سوله ایزوالي شاهده ده او اوس دنړۍ لپاره ترټولو ښه حل لاره د سالامی ډيموکراټيک نظام ډول دی .
شیخ محمدکبیر همدارازد اسلامی جمهوری سیاسی نظام په باب د نړۍ دعمومي افکارو د یوې برخې د خبرولو او پوهولو لپاره له دیني عالمانو څخه په غوښتنې سره ووئيل،دغه سیاسی نظام،د بشریّت لباره د حکومت او د نړۍ لپاره ترټولو ښه حل لاره ده.
د ګانا هیواد دغه ځوان مشر په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې د ایران داسامی انقلاب څخه راپورته شوي سیاسی نظام په پیاوړي پشتوانې سره تاسیس شو او په تیرو څه دپاسه څلویښتو کلونو کې ئې هماغه شان دوام درلودلی دی ووئيل، د سلطې نړیوال نظام فکر کاوه چې اسلامی انقلاب نړیږي ، خو لکه څنګه چې دغه ولسی انقلاب پیاوړې ستنې لري،تراوسه پورې ژوندۍ او اغیزشیندونکی دی او د ایران اسلامی انقلاب له ارواښاد امام خمیني وروسته د حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په رهبرۍ سره په قدرت سره خپلې لارې ته دوام ورکوي.