IQNA

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د اسرائیلو د شریانونو په غوڅیدا ټینګار وکړ

16:42 - January 23, 2024
د خبر لمبر: 3488613
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه: د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو بریالیتوب پریکنده دی او متعال خدای به دغه بریالیتوب په نږدې راتلونکي کښې اسلامي امت ته وروښيي او د مسلمانانو چې په سره کښې یې د فلسطین او د غزې تړانګې خلک دي خوشحاله شي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: اسلامي هیوادونه د صهیونیسټ رژيم د حیاتي شریانونو په غوڅولو سره له صهیونیسټ رژيم سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې غوڅې کړي.

هغه حضرت نن د تهران د څلرویشت زره(۲۴۰۰۰) شهیدانو د غونډې له چارواکو سره په کتنه کښې د فلسطین د غزې تړانګې د ډیرې مهمې موضوع په وړاندې د اسلامي هیوادونو د چارواکو په کړچار باندې نیوکې سره وویل: په ځینو وختونو کښې د اسلامي هیوادونو د چارواکو دریځونه او  څرګندونې غلطې دي ځکه چې په غزې کښې د اوربند په شان د موضوع په هکله خبرې کوي چې دغه موضوع د دوې له اختیار څخه وتلي ده او هغه د خبیث صهیونیسټي دښمن په اختیار کښې ده.

حضرت ایت الله خامنه اي زیاته کړه: د اسلامي هیوادونو د چارواکو له نامناسب کړچار او له ټولو سختیانو سره سره هماغه ډول چې په قران کښې ویل شوي دي خدای پاک له مومنانو سره دی او هر ځاې چې خدای وي هلته به بریالیتوب وي.

 د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه: د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو بریالیتوب پریکنده دی او متعال خدای به دغه بریالیتوب په نږدې راتلونکي کښې اسلامي امت ته وروښيي او د مسلمانانو چې په سره کښې یې د فلسطین او د غزې تړانګې خلک دي خوشحاله شي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145166

captcha