IQNA

د اسلامی نړۍ عالمان/35

شیخ الیاس چاي ؛په چینی ژبې د قرآن ترټولو لومړنی ژباړن

6:33 - November 26, 2023
د خبر لمبر: 3488327
ایکنا-(تهران)شیخ الیاس وانط جینګ چای  لومړنی کس دی چې  هغو اړتیاؤ ته په پآم سره  ئې چې د چین په مسلمانې ټولنې کې د قرآني علومو په زمینې کې ئې لیدلې ، د لومړي ځل لپاره ئې په چیني ژبه د ټول قرآن کریم ترجمه وکړه.

ایکنانیوز د مسلمون حول العالم خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د شیخ الیاس چاي  هغه لومړنی کس ؤ چې  په چیني ژبه ئې د قرآ  د معنو بشپړ ترجمه وکړه.له دې امله  دچین په مسلمانانو کې دهغه  ځائيګی زیات شو او ددغه هیواد مسلمانانو  هغه د چین له څلورومو امامانو یو امام باله.

شیخ الیاس وانګ جینګ چای (1880-1949) د  چین په شمال ختیځ کې په تیانجین ښار کې په یوې دیني  پوهې کورنۍ کې زیږیدلی ؤ  او د هغه نیکه  د چین یو لوي مسلمان عالم ؤ او مور ئې هم په دیني علومو کې ډيره پوهه میرمن وه. 

شیخ الیاس چاي په چین کې  داسلامی علومو زده کولو ته مخه کړه او په 0905 کال کې فارغ التحصیل شو او تبلیغی کارونو ته ئې مخه کړه .شیخ دخپل تبلیغ په پړاؤ کې  دچین دمسلمانانو لپاره ددیني کتابونو  اهمیّت احساس کړ.  په همدې خاطر ئې په  چیني ژبه ددیني کتابونو دترجمه کولو ته ځانګړی پام وکړ.

شیخ الیاس چاي د یوه دینی مبلغ اوژباړن په توګه ،  د اسلامی او عربی نړۍ  پّ هیوادونو کې له عالمانو سره په لیدوکتو  او  له هغوي څخه د علم د زده کولو سره ګروهمن شو. ددغه مقصد لپاره  په 1922 کال  کې  چې د خپل ژوند په پنځمې لسیزې کې ؤ ، مصر ته لاړ او  الازهر پوهنتون ته وارد شو.وروسته بیا مکې مکرمې ته دحج لپاره لاړاو مناسک حج ئې ترسره کل، بیا ترکیې ته لاړ او په 1924 کال کې په داسې حال کې چې 600 کتابونه ئې له ځان سره درلودل چین ته بیرته ستون شو.

 چین ته له ستنیدا وروسته ، دمختلفو کتابونو په ژباړې بوخت شو او کابو څلویښت کلونه ئې  ورباندې تیر کړل او په دغې مودې کې ئې په چیني د عربی کلتور، اسلام او مسیحیان، ماډرن کلتور،په چیني عربی نومې کتابونه ترجمه کړل. ماډرن کلتور –عربی په چیني ژبې تر دیرشو کلونو پورې په عربی  او چیني ژبو کې یوازې مرجع باقي پاتې شو،تر دې چې د پروفیسر محمد مکین له خوا د چیني عربی  د لغت فرهنګ خپور شو.

د شیخ ترټولو لوي علمی مرسته په چیني ژبه د قرآن کریم  د معانو لومړنۍ بشپړ ترجمه ده چې  دا کار په کابو شلو کلونو کې پاي ته ورسید او درې بابه ئې خپره شول. د هغه لومړنی  چاپ په 1932 کې په بیجینګ کې، دوهم چاپ ئې په 1942 کال کې په ینچوان کې  او دریم چاپ ئې په 1946 کال کې په شانګهائي کې چاپ شوی ؤ.

د شیخ وانګ چاي  په وسیله د قرآن کریم د مفاهیمو ترجمه  په چیني ژبې د قرآن کریم لومړنی بشپړ ژباړه ده او له دې مخکې ځینو د قرآن کریم یوشمیر سورې ترجمه کړې وې.

 شیخ الیاس وانګ جینګ  چاي خپل ژوند اسلام او مسلمانانو ته  وقف  کړی ؤ ،دهمدې لپآره ئې  دچین په مسلمانانو کې ځانګړی او لوړ مقام درلود او د هغه ځای مسلمانانو هغه دچین په څلورو لویو امامانو کې یو امام  باله.

captcha