ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ملګروملتو د سرمنشي مرستیالې میرمن آمینه محمد پرون خبریالانو ته ووئيل،په افغانستان کې د میرمنو او انجونو وضعیّت باندې په تمرکز او توجه سره به؛په اسلام کې د میرمنو د رول ؛په عنوان سره یوه غونډه جوړه کړي.هغې ووئيل باید په افغانستان کې د میرمنو دکار او د انجونون د زده کړې د حقوقو دتامینولو لپاره دنړیوالې ټولنې له خوا پر طالب حکمرانانو دباؤ واردشي.
میرمن آ مینه سږکال په لومړیو کې افغانستان ته څو ورځنی سفر کړی او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره ئې لیده کاته هم کړي او وئيلي ئې وو، په افغانستان کې د میرمنو دحقوقو په بازمینې کې ځيني پرمختګونه شوي دي ،خو ترا وسه پورې باید په دې باب لازیات کارونه ترسره شي. امینه محمد همداراز ټينګار کړی ؤ باید په افغانستان کې د میرمنو په ضد د طالبانو دمحدودیّتونو دختمولو لپاره لارې چارې ولټول شي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، له دې مخکې دملګروملتو د عمومی اسمبلۍ مشر ډنیس افرانسیّس هم دخبریالانو په ټول کې په افغانستان کې د میرمنو او انجونو دزده کړې دممنوعیّت ته په اشارې سره وئیلي وو،زه له افغان چارواکو غواړم ، چې په دغه سیاست دې بیا کتنه وکړي او انجونو ته دې اجازت ورکړي ،څو ښونځیو ته لاړې شي او زده کړې وکړي څو دخپلې ټولنې په پراختیا کې غوره رول ولوبولی شي.