ایکناخبري آژآنس د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ، دافغانستان د طالبانو د موقته حکومت دخارجه وزارت ویندوی عبدالقهار بلخي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووئيل،مولوي امیرخان متقي بیګا د اسلامی ملګرتیا موسیسې له ځانګړي استازي طارق بخیت سره خبرې اترې وکړې.
بلخي د ۲۰۲۴کال لپاره د اسلامی هیوادونود کلتوري پلازمینې په توګه دکابل ټاکنه او په کابل کې ددغې موسیسې د دفتر درسمي پرانیستل ددغو لیدوکاتو اصلی چورلیزونه وبلل.
د اسلامی ملګرتیا موسیسې له خوا په افغانستان کې د اسلامی نړیوال پوهنتون تاسیس هم په دغو خبرواترو کې مطرح یو بل مورد ؤ
بخیت هم په دغې کتنې کې ووئیل،په کابل کې ددغې موسیسې د دفتر له پرانیستې وروستهبه دافغانستن ولس ته د انسان دوستۍ دمرستو وړاندې کول هم پیل شي.