IQNA

د افغانستان په بلخ پوهنتون کې د انجونو اوهلکانو لپاره جنسیتی تفکیک غیرمنطقی او ظالمانه دی

16:16 - August 27, 2022
د خبر لمبر: 3486143
ایکنا-(تهران) د افغانستان په شمال کې په بلخ پوهنتون کې د تاک او جفت  دقانون د اعمالیدا  له پیلیدا سره په یووخت ، محصیلینودغه بهیر ظالمانه او غیر منطقي بللی دی.  ددغې فیصلې په اساس انجونې باید د ټاک  یافرد ورځې او هلکان هم  په جفت یا زوج  ورځو پوهنتون ته لاړ شي.

ایکناخبری آژانس د آوا له قوله راپور راکړ،د افغانستان په بلخ پوهنتون کی دمحصیلینو د زوج او فرد د قانون اجرا له نن شنبې ورځې راهسې د  افغانستان په بلخ پوهنتون کې پیل شوې ده.ددغه قانون په اساس محصیلې باید په ټاک ورځو او هلکان هم بایدپه جفت ورځو په پوهنتون کې حاضر شي  او کلاسونه به هم له سهار اتو بجو تر مازدیګر څلورو بجوپورې وي.

 البته محصیلین په دغه قانون شکایت کوي او دا پرمحصیلینو ظلم ګڼي او ټينګارکوي،چې په اونۍ کې په درو ورځوکې خپل درسونه نشي بشپړولی  او دا قانون باید لغوه شي.

دبلخ یو محصیل  احمد وائي،نوی قانون یوه غیر منطقي فیصله ده،ځکه  زیاتره محصیلین  اقتصادي مشکلات لري  و په دغه قانون سره  نه درس سر ته  رسولی شي  او نه هم کار کولی شي.خو د بلخ پوهنون مشر خلیل ا... کلیوال  وائي، په بشپړ کارپيژندنې سره ئې دغه فیصله کړې ده او د   محصیلینو ددرسونو لپاره هیڅ مشکل  نه پيښږي او دوي به خپل درسونه په ښه ډول ترسره کړي. او قانون د ښونې اومعارفو  د وزارت له خوا نه دی او بلخ پوهنتون  د انجونو او هلکانو سره دګډوډیدا دمخنیوي په موخې سره  دغه فیصله کړې ده.

داپه  داسې حال کې دي چې د طالبانو د حکومت په مسلط کیدا سره  په کابل پوهنتون کې  اول نوي قوانین اجراشوي او سږکال به دغه قانون په نورو پوهنتونونو کې هم اجرا شي .

https://www.avapress.com/fa/news/257666/تفکیک

captcha