ایکناخبری آژانس له عراقه راپور راکړ،د حسیني مقدس آستان د قرآني تبلیغ نړیوال مرکز د کربلا د سپيڅلي ښار په کوربتوب سره دعراق د قرآني وړتیاؤ د روزنې د پنځم پړاؤ د پیلیدا خبر ورکړ.
ددغه مرکز مدیر منتظر المنصوري په یولړڅرګندونو کې ووئيل ، دغه مرکز کلونه کلونه کیږي ،چې د دغه آستان د مشر شیخ عبدالمهدي الکربلائي ترنظر لاندې دقرآن کریم د حافظانو او قاریانو د مهارتونو اوتوانمنیو د هڅونې او روزنې لپاره دوامدار پلانونې او پروګرامونه ترسره شوي دي .
المنصوري دې ته په اشارې سره چې په دغه پروګرام کې په څو قرآني څانګو کې عملي او نظري ویناوې هم شاملې دي چې د عراق د داخل او بهر متخصصو استاذانو په وسیله ترسره کیږي .