ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور ورکوي،د تیونس ولسمشر بیګا د فلسطین د ملت له آئيډیالونو څخه په دفاع سره له صهیونیسټي رژيم سره داړیکو له عادي کیدا سره کلک مخالفت اعلان کړ.
له دې مخکې د تیونس پارلیمان هم اعلان کړی ؤ چې له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو د عادی کیدا دجرم بللو د قانون مسّوده ارزوي.
د تیونس د صادراتو د پراختیا او تجارتي چارو وزارت هم د تیر کال په اګست میاشت کې له صهیونیسټي رژيم سره په تجارتي مبادلاتو د مشتملو ځینو ادعاګانو په غبرګون کې د عربی اتحادئې د فیصلو په اساس د صهیونیسټ رژيم په بایکاټولو کې پرخپلو پابندیو ټینګار کړی ؤ.
د تیونس خارجه وزارت هم تل پر دې موضوع ټینګار کړی چې له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو دعادي کیدا لپاره هیڅ ګروهنه نه لري.