IQNA

په هندوستان کې د اسلام په باب د غلطو باؤرونو د سمولو کمپاین پيلیږي

7:34 - October 04, 2022
د خبر لمبر: 3486285
 ایکنا-(تهران)دهندوستان په ممبئ کې دمسلمانانو ټولنې مسئولان او اسلامی تنظیمونه په نظر کې لري،په نورودینونو کې  د  اسلام او پيغمبر اکرم(ص)په باب د ناسمو تفاهمونو او ناسمو باؤرونو د ختمولو لپاره یو کمپاین پيل کړي.

ایکناخبری آژآنس د سیاست له قوله راپور راکړ، دهند په ممبئ کې د مسلمانانود ټولنې مسئولان او  اسلامی تنظیمونه په نظر کې لري،په نورو دینونو کې د اسلام او د اسلام د ګران پيغمبر (ص)په باب د ناسمو تفاهمونو او ناسمو باؤرونو دختمولو لپاره یو  کمپاین پیل کړي. دغه کمپاین د تلې دمیاشتې په نمه یا داکتوبر په نولسمه نیټه د اسلام د ګران پيغمبر(ص) د نیکمرغه میلاد دکلیزې په مناسبت د ؛پيغمبرد ټولو لپاره ؛په عنوان سره پيلیږي.

یو ټولنیز فعال چې ددغه کمپاین یوه برخه ده وائي،ددغه کمپاین لپاره څه دپاسه دوه سوه کسان او غیر حکومتي تنظیمونه ، چې د پيغمبر اکرم په باب د ناسمو تصوراتو د ختمولو  او د هغه بزرګوار دلاروښانه انځور د وړاندې کولو په  موخې سره ترسره کیږی، ګډون کوي.

هغه ووئيل ، ددغه کمپاین د یوې برخې په توګه،د ټولنې غړي،خپلو کورونو ته د غیر مسلمانانو ته په بلنې سره  له نورو دینونو سره یو ځاي د پيغمبر اکرم(ص)نیکمرغه میلاد جشن لمانځي.

یوه بل فعال هم دغه راز ووئيل، د پیغمبر اکرم(ص) پيغام وږو کسانو ته دخواړو ورکول ، د ناروغانو عیادت او تپوس کول ، د بندیانو آزادول او تعلیم خورول دي.مونږ غواړو په خلکو کې سوله او ثبات خور کړو او ناسم تفاهمونه ختم کړو.مونږ خلکو ته وایو چې ټولو دینونو ته داحترام په سترګه ګورو،عشق او مینه خورو او په سولې کې سره ګډ ژوند کوو.

د انجمن اسلام ، اسلام  ګیمخانه، دالمعارف مرکز ، درګاه ټرسټ  او د اردو مدیرانو دټولنې په څير مشهور او غوره تنظیمونه او موسیسې به ددغه کمپاین برخې وي او د ممبئ او میرارود او شاوخوا سیمو  غیر حکومتي تنظیمونه به هم پکې ګډون وکړي.

د ښار دمختلفو سیمو او شاوخوا ساحو څخه دټولنې غړو،د کمپاین لپاره،یتیم خانو، ښونځیو، روغتونونو او عبادتځایونو ته تلل  پيل کړي دي.

د اکتوبر په اتمه نیټه  د کمپاین فعالان بینرونه او پلې کارډونه خپروي  او د بسونو  او ریل ګاډو په تمځایونو  کې بروشرې  هم ویشي  او د اکتوبر په نهمه نیټه لاریون ترسره کیږي.

د هندوستاند کانګرس یو پخوانی استازی یوسف ابراهانی وائي،مونږ په دغه کمپاین سره غواړو،د سولې په باب د حضرت محمد مصطفی(ص)پیغامخپور کړو.مونږ ټول فعالان به هڅه وکړو د ټولنیزو چینلونو له لارې هم  له لازیاتو کسانو سرا ارتباط ټينګ کړو،مونږ نه یوازې له جوماتونو،بلکې د سیدي ویاناک په څير عبادتځایونو او نورو  مذهبی مرکزونوته  هم ځو څو د پیغمبر اکرم(ص)په باب ناوړه تفاهمونه ختم کړو.

همداراز دنورو ټولنو ترمینځ دخبرواترو د پیلولو لپاره ډيرپروګرامونه پلان شوي دي  او د پیلیدا په حال کې دي چې  د مسلمانو عالمانو په وسیله  غږمله کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4089333/%D

captcha