IQNA

اسلامي متنونو کښې د بې وزلۍ په اړه پینځه لیدتوګي شته

14:21 - May 24, 2022
د خبر لمبر: 3485825
تهران (ایکنا)ـ کله نه کله دغه پوښتنه مطرح کیږي چې د بې وزلۍ او د شتمنۍ په هکله د قران کریم ایتونو ته په پام سره

د بې وزلۍ او د شتمنۍ په هکله اسلام څه نظر لري او کوم شی ارزښمن ګڼي.؟

خو د اسلامي متنونو په مطالعې سره معلومیږي چې دغه پوښتنې ته ځواب ورکول کوم اسان کار نه دی.

کله چې اسلامي متنونو ته مراجعه کیږي نو معلومیږي چې د فقر ، شتمنۍ او د بډایه توب وغیره وغیره  په هکله د یوه واحد تعریف وړاندې کول امکان نلري .

که چیرې وغواړو په دغو اقتصادي مفاهیمو سره د اسلامي متنونو له نظر کوم لنډ راپور ولرو ، داسې ښکاري چې په ټول کښې له هغو سره پینځه ډوله چلند شته :

۱ هغه ځای چیرې چې د فقر مدح ویل یعني ستاینه  کیږي. پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم وفرمائیل « الفقر فخري؛په بې وزلۍ ویاړم ».دغه راز ویل شوي دي د قیامت په ورځ بې وزله خلک لومړنۍ ډله ده چې بهشت ته ورننوځي. یاځینې نور راپورونه.

۲ له بې وزلۍ سره منفي چلند.«کاد الفقران یکون کفرا».که چیرې وغواړو د دغه عبارت روانه ژباړه وکړو، باید ووایو «نږدې ده چې بې وزلۍ له کفر پرته بله معنا ونلري».

۳ د شتمنۍ او د بډایه توب په هکله هم یوشمیر راپورونه شته چې د کورنۍ لپاره د شتمنۍ د زیاتیدا درنښت کوي.

۴ داسې راپورونه هم شته چې د شتمنۍ او د بډایه کیدا مخنیوي کوي یعني منع کوي  یې لکه د کنز په شان ایت : « ا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۗ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ»

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، ډیرو یهودو عالمانو او راهبانو په ناحقه د خلکو مالونه خوړل او( هغوې ) یې د خدای له لارې منع کول او هغه کسان چې سپین او سره زر جمع کوي او هغه د خدای په لاره کښې نه لګوي ، هغوې ته د دردونکي عذاب خبر ورکړه »(توبه/۲۴)

۵  د « کفاف» په هکله نور راپورونه هم لرو چې لږ ورته پام شوی دی.

کفاف په حقیقت کښې د بې وزلۍ او د شتمنۍ ترمینځ یو حالت دی چې انسان نه محتاجیږي او نه ورته کومې پیسې پاتې کیږي.سړی په هماغه اندازه چې عاید لري په هماغه اندازه خرڅ یعني لګښت لري؛ دغه حالت ډیر ستایل شوی دی او ویل شوي دي د خدای پاک ج خاص بندګان په دغه موقعیت کښې ورځي .

دغه مطلب د اسلام د اقتصادي ایډیاګانو په هکله د کلتوري مطالعاتو او د انساني علومو د څیړنځاې د علمي  پلاوي د غړي د سید محمد هادي ګرامي له یادښت څخه اخیستل شوی دی .

4055336

بچوې: اسلام ، فقر ، ثروت ، ارزش
captcha