IQNA

په ژمنو باندې عمل او له ولسی نظرونو او مشارکتونو استفاده لازمه ده  

14:10 - January 09, 2022
د خبر لمبر: 3485239
تهران(ایکنا)- د اسلامی انقلاب معظم لارښود د قم دخلکو له ټول سره په کتنې کې دحکومت د محسوس او ولسی ګرهنې په قدرونې سره  ددغه حرکت پیاوړتیا  او بشپړتیا ضروري وبلله او وې فرمائيل ،باید په ژمنو باندې  په ټاکلي وخت کې عمل وشي  او که  په کوم دلیل د وعدې اجرا ئي دلیل ممکن نه وي ،نو باید خلکو ته واضح او صادقانه توضیح ورکړل شي .

ایکناخبری آژانس د رهبرۍددفتر د سایټ له قوله راپور راکړ، داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي  نن سهار د قم دخلکو له مختلفو پرګنو سره په ویډیوئي کنفرانس له لارې په کتنې کې د ۱۳۵۶لمریز کال د مرغومې دمیاشتې د نولسمې نیټې تاریخي پاڅون   له عقلانیّت سره یوځاي  ددینی اعتقاد ژوروالی او د دیني غیرت نښه وبلله او د ملت له اعتقاداتو څخه له راپورته شوي نظام سره د امریکا ژورې کینې ته په اشارې سره ئې وفرمائيل ،باید داوسنۍ دندې په  درک سره ،په امید، وحدت او قدرت سره دراتلونکي روښانه لرلید په لور حرکت وکړو  چې په دغې لارې کې مسئولان هم باید  د ولسی اړخونو په پياوړتیا  او بشپړتیا سره د مشکلاتو دحل لپاره خپلې  احساسیدونکي هڅې پراخې کړي .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ۱۳۵۶لمریز کال د مرغومې دنولسمې نیټې ستره واقعه ، په مختلفو ښارونو کې د دومدار  او کړه ایز حرکت  د رامینځةکیدا او  په نهایت کې د انقلاب بریالیتوب وباله او وې وئيل ، دغه ډول پيښې  چې  دراتلونکو نسلونو لپاره ستر پيغامونه او پیاوړي مضمونونه لري ، باید دهیریدا په ګرداؤ کې کم رنګه نشي .

دوي دغه راز وفرمائيل، د مرغومې  دمیاشتې دنولسمې  نیټې واقعه  او ددې پيښې ورپسې سیاسی او اجتماعي اړخونه،دخلکو ددیني اعتقاداتو د ژورتیا ښودنه وه ، ځکه که د یوه دینی عالم او دتقلید دمرجع په توګه  ارواښاد امام ئې په مرکزیّت کې نه وائ ،نو  هیڅ ډول بل کس او بهیر  ملت  ښار په ښار پاڅون او راپورته کیدا ته  نه شو ا ړکولی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود هغو کسانو ته په اشارې سره چې  مړه دې وي امریکا شعار ، له اسلامی جمهوری نظام سره د استکبار د همیشنۍ دښمنۍ علت ګڼي وفرمائيل ؛ امریکا  له اسلامی نظام سره په بشپړډول او له هرپلوه  دښمنه ده ،ځکه دغه نظام  د ملت ددیني اعتقاداتو مظهر  او دین څخه راپورته شوی  ګڼي . حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  دینی غیرت  د مرغومې دمیاشتې د نولسمې دپاڅون یو بل عامل وبالهّ او  وې وئيل ، ځيني هڅه او پروپيګنډه کوي  چې دیني غیرت ، بې منطقه او تاؤتریخوالی وبولي ، خو حقیقت دا دی چې دیني غیرت، له عقلانیّت سره یوځاي ، او له بصیرته راپورته شوی دی  او بصیرت هم د  عقلانیّت یوه بیلګه او څانګه ده ، ددې په ترڅ کې چې ، په عمل کې هم په زیاتره موردونو کې دیني غیرت له عقلانیّت سره یوځاي  دی .

دوي حضرت امام خمینی  له عقلانیّت او پوهې سره یو ځاي ددینی غیرت یوه بشپړ بیلګه وبلله او  زیاته ئې کړه ، دامام یو غوره شاګرد آیت الله مصباح یزدي  هم ،هم په دیني غیرت کې اوج ته رسیدلی ؤ او هم په عقلانیّت کې دکلمې په واقعي معنا سره یو فیلسوف ؤ .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د شهید جنرال قاسم سلیماني  شهادت  دامریکایانو د غلطو محاسباتو  د دوام یوه بله نمونه وبلله او وې فرمائيل؛ ترهه ګرو غوښتل حاج قاسم  د هغه لوي حرکت دسمبول په توګه  چې  نماینده ئې ؤ ،له مینځه یوسي ،خو د سردار سلیماني دشهادت  په دوهمې کلیزې کې دایران د ملت  او دنورو هیوادونو د ولسونو  عمومي محبت او ارادت د څرګندونې او لوي حرکت ، د خداوندمتعال دقدرت  له پلوه د یوه لوي او ستر حرکت په توګه وښودله چې د امریکایانو محاسباتي ادارې  حقا وانصافا معیوبې او خرابې  او ورانکارې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4027279/%D9

captcha