ایکناخبری آژانس راپور راکړ ، د بوسنیا هرزیګوینیا هیواد پلازمینې سارایوو ښار په مرکز کې غازي خسروبیګ جومات د هر یو ه سیلاني نظر ځان ته جلبوي ، یو داسې جومات چې په شپاړسمې میلادي پيړۍ کې د سارایوو د پراختیا او روڼتیا سمبول دی او ددغه ښار لپاره له ډير لوړ تاریخي اهمیّته برخمن دی .
دغه ښکلی جومات ، د علی تبریزي ،دمعمارۍ یو ډير ښکلی شاهکار دی چې ایرانی هنر ئې له پيړیو مخکې سارایوو ته ډالۍ کړی دی .
د علی تبریزي معمار د جومات پلانونه ، په ایران باندې په چالدران جنګ کې د سلطان سلیم عثماني حملې ته چې تبریز ښار ئې په موقته توګه نیولی ؤ ورګرځي .
سلطان عثماني چې دایراني هنر لیواله شوی ؤ فیصله وکړه ، دتبریز هنرمندان او صنعتګران ئې زنداني کړي او په دغو بندیانو کې معمار علی تردې حده وځلید چې دعثماني لوي معمار تر حده ورسید . هغه په عجم علی ، عجم علیسي او په تیره بیا معمار باشي په نامې سره هم پيژندل کید. خو د هغه اصلی شهرت ، اسر علی تبریزي په نامې سره ؤ .