IQNA

نوي ولسي حکومت دې ځوانانو ته میدان وکړي او له فساد او مفسد سره دې جدي مبارزه وکړي

20:44 - August 03, 2021
د خبر لمبر: 3484490
تهران(ایکنا) -د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظی سید علی خامنه اي نن د ولسمشرۍ د تنفیذ د حکم په دستورو کې ځوانانو ته دمیدان په ورکولو ، د تولید په وړاندې دخنډونو دلیرې کولو او د ولس دتوانمنیدو او دملی پيسو په پیاوړتیا باندې ټينګار وکړ .

ایکنا خبری آژانس راپور  راکړ ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن سهار په امام خمینی حسینیې کې  په دغو دستورو کې   دملت د رایو په تائيدولو سره  سید ابراهیم ریسي  د ایران دا سلامی جمهوریت د ولسمشر په توګه منصوب کړ

 حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي  په دغه حکم کې  په انتخاباتو کې د ولس عزتمند او پرمعنا شتون او د یوه ولسی، پرهیزګار او دمدیریّت د ځلانده مخینو لرونکي  شخصیّت ټاکل ،د انقلاب د نوراني لارې پر کچ کونې  دملت کلک هوډ یعني ، د آزادۍ ،پرمختګ او عدالت لاره وبلله.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود په درستو ډګرونو کې د لورنیونې  او ټوپه وهنې   د حرکت لپاره  دهیواد چمتووالي ته په اشارې سره ، د تولید دخنډونو پر لیریکولو، د ملی پیسو په پیاوړتیا، د ټولنې دمتوسطو او کمزورو پرګنو پر توانمنیدو  او دهیواد د وړ  ځائيګي  په لورپه  چټک حرکت ټينګار وکړ .

 حضرت آيت ا...  العظمی سید  علی خامنه اي   دولسی کیدا یو بل اړخ  له فساد اومفسد سره بې آمانه مبارزه وبلله  او ز یاته  ئې کړه ،ښاغلي رئیسي پخپل مخکیني مسئولیّت کې  له فساد سره مبارزه پيل کړې  او ځیني  ښه اقدامات ئې کړي دي خو اصل قضیه  او زمینې ، په مجریه قوې کې د فساد زمینې دي  چې باید ورسره جدي مبارزه وشي .  

دوي دغه راز روښانه کړې ده ،  نن سبا  دهیواد  دمشکلاتو او کمښتونو خبرې کیږي  چې ډير هم دي ،خو په  اوبو ، تیلو ، کانونو، دداخلی پراخو بازارونو ، ګاونډیانو سره د مبادلاتو  او د  دځوانانو حیرانونکو چمتووالو او په هلوځلو کې  د ه یواد ظرفیّتونه  له مشکلاتو ډير زیات او ښه دي .د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د هیواد په داخل کې په رسندوئي اوتبلیغاتي   کارونو کې  کمزورتیاؤ او کم کاریو ته په اشارې سره وفرمائيل ،  باید په دغو مسئلو کې لازیات ځير او هوښیار عمل وشي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود په بشپړ امنیت او سلامتیا کې دانتخاباتو ترسره کیدا ته په اشارې سره وفرمائيل ؛ له مودو راهسې د دښمنانو په سیاست جوړونکو ټولنو کې  دانتخاباتو د بایکاټ دسیسه  پلان او تعیبیدله او  په داخل کې  هم یو شمیر غافلو  او ممکنه ده ځینو د غرض په خاطر  همدغه کرښه تعقیب کوله ، خو ملت ورته چورلټ ځواب ورکړ او حالاتو ته په پام سره ئې په انتخاباتو کې ښه ګډون و کړ .

 

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  په مجریّه قوې کې دقدرت ځاي په ځاي کیداهیله منونکي وبلله  او وې فرمائيل ؛  په نوو نوښتونو اوتازه ارادو سره دنوو کسانو شتون ، د ټولو لپاره په تیره بیا د ځوانانو لپاره هیله رامینځةکوي چې دا امیدوار شونه لوي غنیمت دی 

 

دوي همداراز مختلفو موضوعګانو ته د ملت واریدیدا ، دمشکلاتو  دحل اصلي کلي بللې او وئيلي ئي دي ،  داسلامی انقلاب دارزښتونو تعقیبول د خلکو دا نګیزو د زیاتیدا او میدان ته د دوي دو اریدیدو لامل کیږي ، چې دغه  بې بدیله شتون، ډير ستر غنیمت او غوټه پرانیستونکی دی 

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود په ولس  کې شونه،د ولس دخبرو آوریدنه او  د ولس له بطنه راپورته کیدا په باب د ښاغلي ابراهیم ریسي انتخاباتي شعارونو ته په اشارې سره   وفرمائيل؛ولسی شونه یوه ډيره مهمه موضوع ده  او محترم ولسمشر او دهغه ملګري باید هڅه وکړي دغه شعار په حقیقت بدل کړي  او په حقیقي معنا او له کومو پرګنیزو او  ګوندي امتیازونو په نظر کې له نیولو پرته ، دې په درست ولس کې ووسي .

ټاکل شوې ده دایران د اسلامی جمهوریت نوی ټاکل شوی ولسمشر دزمري دمیاشتې په څوارلسمه نیټه یعني بل سبا د ولسمشرۍ په څوکۍ دټاکل کیدا سوګند پورته کړي.

3988143

captcha