ایکنا خبری آژانس راپور راکړ، حلال ، په مختلفو محصولاتو کې دنړۍ تر ټولو مهمه او ډيره کارونکي نښه ګڼل کیدلی شي .د هغو ډيرو محصولاتو لپاره دغه نښه اوګواهينامه ، چې په اسلامی هیوادونو کې وړاندې کیږي ، ددغو هیوادونو به بازارونو کې د خرڅلاؤ لپاره یو ضمانت کیدلی شي . دا موضوع حتی د هغو محصولاتو لپاره چې په غیر اسلامی هیوادونو کې وړاندې کیږي ،ښه ثابیتږي او دحلال شونې ګواهي نامه دمختلفو برنډونو لپاره دمسلمانو مشتریانو یا غوښتونکو یو ستر بازار رامینځةکولی شي .
ملایشیا د ۲۰۰۶- ۲۰۲۰ کال د دریم صنعتی جامع په اړه ، د هیواد د اقتصاد اصلی محرک ، دحلالو په صنعت بدلول پخپلې ایجنډا کې راوستي دي ،په همدې دلیل دملایشیا حکومت په دغه هیواد کې د مختلفو شرکتونو د شتون لپاره شرائط آسان کړي دي.
ایکنا خبری آژانس راپور راکړ، حلال ، په مختلفو محصولاتو کې دنړۍ تر ټولو مهمه او ډيره کارونکي نښه ګڼل کیدلی شي .د هغو ډيرو محصولاتو لپاره دغه نښه اوګواهينامه ، چې په اسلامی هیوادونو کې وړاندې کیږي ، ددغو هیوادونو به بازارونو کې د خرڅلاؤ لپاره یو ضمانت کیدلی شي . دا موضوع حتی د هغو محصولاتو لپاره چې په غیر اسلامی هیوادونو کې وړاندې کیږي ،ښه ثابیتږي او دحلال شونې ګواهي نامه دمختلفو برنډونو لپاره دمسلمانو مشتریانو یا غوښتونکو یو ستر بازار رامینځةکولی شي .
دتمو په اپوټه ، حلال محصولات ،یوازې دخوراک او څښاک په حوزې کې نه وړاندې کیږي ،په حقیقت کې په مختلفو حوزو کې په ډيرو محصولاتو او خدماتو کې ، دحلال شونې ګواهي نامه ترلاسه کیدلی شي . دغه ګواهي د خواړو او حښاک په څير پر حوزو سربیره ،د منسوجاتو قالیو ،کمپیوټري او انټرنیټي خدماتو په څير په برخو کې او همداراز د ټوریزم،ټرانسپورټ او نورو ډيرو موردونو کې هم صادریدلی شي .
په اسلامی هیوادونو کې ملایشیا ، د مختلفو محصولاتو تولیدونکو اوشرکتونو ته دحلال شونې د ګواهۍ په ورکولو کې یو مخکښ هیواد دی .د حلالو محصولاتو په حوزې کې د ملایشیا د پراخو پانګونو ترڅنګ د حلال شونې له نښې په ملاتړ کې ددغه هیواد د حکومت سیاستونه، لامل شوي دي چې ملایشیاد انډونیشیا ترڅنګ په جنوب ختیځي آسیا سیمې کې ، یو ډول د حلالو محصولاتو د تجارت په یوخ رکن بدل شي . یوه هغه حوزه چې د حلالو ګواهي پکې صادریږي ،روغتیائي او آرایشي یا د ښکلا محصولات دي . په اسلامی هیوادونو کې د بیوټیشن لوازمات او روغتیائي محصولات ، د نړۍ د نورو سیمو په څير خپل مشتریان یا غوښتونکي لري او په همدې دلیل په سیمه ایز اونړیواله سویه د لازیاتو برنډونو لپاره له ډير اهمیّته برخمن دي .