ایکنا خبری آژانس د الاتحاد له قوله راپور راکړ د عربو لرغون پيژاندو ټولنې خپرونې د مصرپه جنوب کې د یوه مصري ښاریز سره اړونده د یوې قرآني نسخې دشتون په باب د یوې حیړنیزې مقالې په خپرولو سره خبر ورکړی ، چې دا نسخه یو سل یو پنځوس کاله مخکې ، یعني له ۱۸۷۰ کال سره اړونده ده او په عثماني رسم الخط سره لیکل شوې ده او هماغه شان سالمه ده .
د پآم وړ موضوع ههغه شی دی چې د مالکیّت د اثبات لپاره پر قرآن د پاسه لیکل شوې ، د یوه فقیر ، حقیر او دخپل پروردګار دیوه خدمتګار احمد محمد مصطفی حسن المرجاوی ده .خدآي پاک دې هغه ، دهغه مور پلار او درست مسلمانان وبخښي .:::
ددغې نفیسې نسختې په باب ترټولو عجیبه ټکی دا دی چې متن یا حشیه ظې هیڅ ښکلا نه لري او داسې ښکاري ، چې په طلا سره لیکل شوې، خو اوس پکې د طلا یا سروزور د لیکنې هیڅ اثر نشته .
د عربو د لرغون پيژندنې د ټولنې په مجلې یا خپرونې کې داسلامی لرغون پيژندنې او آ ثارو یو استاد علاءالدین خدري دڅيړنې په اساس ، ددغه قرآڼ خطاط ، ددغه قرآڼ په سر کې ،خپله نامه او وطن ،مصر ، خپل مذهب چې مالکي ؤ او عقیده ئې اشعري او صوفی طریقت او ځان ئې حنفي ذکر کړی دی .