IQNA

د دوبئ په دارالبر کې د قرآن یو نیم میلیون نسخې چاپ اوویشل شوي

23:06 - July 24, 2021
د خبر لمبر: 3484455
تهران(ایکنا) -المهیري د محمد بن راشد د مرکز له مسئولانو سره په کتنې کې په زړونو او باطنونو کې د خداوندمتعال د کتاب د ځائیګي د مضبوتیا او پیاوړتیا او همداراز دقرآن کریم د محفوظ ساتلو لپاره له دغه مرکز سره د دارالبر ټولنې ترمینځ د مشارکتي کار پر اهمیّت او ارزښت ټینګار کړی او وئیلي ئې دي ،د دواړو لورو لپاره ستر ویاړ دی چې په تیرو اوو کلونو کې ئې په دې زمینې کې کوټلي هلې ځلې کړي دي .

ایکنا خبری آژانس  د الرؤیه له قوله راپور راکړ ،د دوبئ  دارالبر ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،په دوبئ کې ئې د محمد بن راشد په نامې سره د قرآن کریم له چاپونکي مرکز سره په ملګرتیا  او غږملتیاکې  د  قرآن کریم یو نیم میلیون نسخې چاپ او په بریالیتوب سره ویشلي دي .

د محمد بن راشد مرکز له ۲۰۱۴کال څخه تر ټولو لوړو سټینډرډونو او تر ټولو ماډرنو رودو ته په پام سره   د قرآن کریم  دچاپ کار  په غاړه اخستی دی .

د دوبئ دارالبر ټولنې پخپلې اعلامیې کې وئیلي دی ، د خدای دآسمانی کتاب د ځائیګي د پياوړتیا او مضبوطیدا لپاره  ئې په تیرو اوو کلونو کې  د قرآن کریم یو نیم میلیون نسخې د متحده عربی اماراتو په داخل او بهر کې چاپ کړي دی .

د دارالبر ټولنې عمومي مدیر محمد سهیل المهیري او ورسره پلاوي ،د جمعې په ورځې د محمد بن راشد مرکز ته ورغلی څو د دغو دواړو اورګانونو ترمینځ د سټراټژيک شراکت  د پراختیا لارې چارې وارزوي.

المهیري د محمد بن راشد د مرکز له مسئولانو سره په کتنې کې  په زړونو او باطنونو کې د خداوندمتعال د کتاب د ځائیګي د مضبوتیا او پیاوړتیا  او همداراز دقرآن کریم د محفوظ ساتلو لپاره له دغه مرکز سره د دارالبر  ټولنې ترمینځ د مشارکتي کار پر اهمیّت او ارزښت ټینګار کړی او وئیلي ئې دي ،د دواړو لورو لپاره ستر ویاړ دی چې  په تیرو اوو کلونو کې ئې په دې زمینې کې کوټلي هلې ځلې کړي  دي .

هغه په عین حال کې وئيلي دي  د قرآن کریم د نسخو چاپول او د متحده عربی اماراتو په داخل او بهر کې ئې په مسلمانانو کې ویشل  په دې ډول چې  دنړۍ په ډيرو هیوادونو او پراخو سیمو کې ئې دغه چارې  ترسره کړي ، په تیرو ۴۲کلونو کې ئې  د تاسیس له وخته تردې دمه دیني اوټولنیزې بریاوې او فعالیتونه او  د  دارالبر ټولنې یو ترټولو مهم پروګرام دی .

3985965

captcha