افغان ولسمشر وویل: اول ټولو افغان سرتېرو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وایم. د سرتیرو له کورنیو نه مننه کوم چې خپل زړور بچیان یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته لېږلي دي.
په افغانستان کې د رسنیو ګڼو افغان کاروونکو هم د افغان سرتیرو د ملاتړ په هدف خپل عکسونه د سرتیرو د ملاتړ په شعار او عکسونو ډیزاین کړي دي.
افغان حکومت داسې وخت دا اختر د سرتیرو په نوم یاد کړی چې د راپورونو له مخې د افغانستان په شااوخوا ۲۸ ولایتونو کې افغان پوځیان له وسله والو طالبانو او نورو ډلو سره په جګړه بوخت دي.