IQNA

آیت الله صالحی مدرس د هیواد شیعه علماوو شورا نوۍ رئیس په توګه وټاکل شو

0:14 - October 20, 2019
د خبر لمبر: 3482452
نړیواله ډله: آیت الله صالحی مدرس، د افغانستان شیعه علماوو شورا رئیس په حیث قاطع اکثریت رایو سره وټاکل شو.
د ایکنا راپور له مخې، د آوا په ګزارش سره، افغانستان شیعه علماوو شورا پنځلسم عمومی ناسته کې، نن شنبه(۲۰ میزان) ددی شورا غړو په حضور په کابل کې ترسره شوه. ددی شورا ننۍ عمومی ناسته کې، آیت الله صالحی مدرس د افغانستان شیعه علماوو شورا نوۍ رئیس په توګه او همدارنګه آیت الله شیخ زاده او حجت الاسلام محمد اکبری د لومړۍ معاون او دوهم معاون په توګه وټاکل شو.
مخکې له دی، مرحوم آیت الله محسنی(ره) ددی شورا ریاست په غاړه درلوده.
د افغانستان شیعه علماوو شورا د هیواد شیعه علماوو یو تشکیل دی چی په ۱۳۸۲ هجری شمسی کال کې په کار شروع کړی دی. ددی شورا لومړۍ رئیس مرحوم آیت الله محمد آصف محسنی وو چی تر وفات پوری یی جاری کال اسد میاشت کې دا دنده په غاړه درلود.
افغانستان شیعه علماوو شورا، ۶۵ نمایندګی او په زرهاوو غړۍ په ټول افغانستان کې لری. د ۱۳۹۶ کال کې ددی شورا کنګره په کابل کې ترسره او د آیت الله محسنی ریاست پکښی تمدید شو. په هغه کنګره کې، آیت الله محمد هاشم صالحی د لومړۍ معاون په توګه او محمد اکبری د دوهم معاون په توګه وټاکل شو.
افغانستان اساسی قانون کې جعفری فقه قانون په رسمیت پیژندل، شیعه اعتقاداتو او احکام واردول افغانستان زده کړیز نظام کې، شیعه فقه په اساس شخصیه احوال قانون تصویب په ۱۳۸۸ ش کال کې او د شیعیانو او اهل سنت ترمنځ اسلامی اخوت شورات رامنځته کول ددی شورا فعالیتونو څخه دی.
https://www.avapress.com/ps/news/192947
captcha