راپور ښئ د افغانستان د طالبانو موقته حکومت محمد شکیب په اسلام اباد کې د طالبانو دموقته حکومت د سفارت د سرپرست او لومړي منشي یا سیکتر په توګه منصوب کړی دی .
خبرو سرچینو وئیلی دي،لکه څنګه چې پاکستان دطالبانو نوی حکومت په رسمیّت نه پيژني نو شکیب به په رسمي توګه دسفیر بڼه ونه لری ، خو د سفارت مسئولیّت به په غاړه ولري څو د ویزو د صادریدا پر اړونده چارو او نورو اقداماتو څارنه ولرل شي .
وئیل کیږي ،چې دطالبانو موقته حکومت په قطر او متحده عربی اماراتو کې هم ورته منصوبونې درلودلي دي .
دا هم وئيل شوي چې په اسلام اباد کې پر سفارت سربیره په پيښور ، کویټه او کراچۍ کې د افغانستان د کونلسلګریو لپاره هم د طالبانو له خوا مسئولان منصوب شوي دي . د پآکستان دخارجه وزارت ویندوي عاصم افتخار هم د افغانستان دسفارت او درې کونسلګریو لپاره د طالبانو د موقته حکومت له خوا د مسئولانو منصوبیدا تائيد کړې او وئيلي ئې دي ،دا یواداري رول دی چې موخه ئې د میلمه هیواد د ډيپلوماټیکو فعالیتونو له دوام سره مرسته کول دي .