IQNA

د دبی ښځو قرآنی نړیواله مقابلې د درېمه دورې د پروګرام اعلان وکړو

23:17 - October 22, 2018
د خبر لمبر: 3481620
نړیواله ډله: د دبی قرآنی نړیواله مقابله پيل کوونکې کمېټۍ (Dihqa)، د قرآن کریم حفظ مقابلو دریم پروګرام «شیخه فاطمه بنت مبارک» چې په راروانه میاشته کښې پيل کېږي، اعلان وکړو.
د ایکنا راپور له مخې، د جی تو دی نه په نقل؛ د شیخه فاطمه بنت مبارک د قرآن کریم نړیواله مقابلې درېمه دوره له ۴ نه تر۱۶ نوومبر(۱۳ نه تر ۲۵ آبان) پيل کېږي.
د دبی حاکم مرستیال او د دغه مقابلو پيل کوونکې ابراهیم محمد بوملحه اعلان وکړو: تراوسه ۷۰ هیوادونه خپل شتون په دغه مقابلو کښې چې د دبی حاکم شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د څارنې لاندې پيل کېږي، اعلان کړې دې.
بوملحه وویل: په تېرو دوه دورو کښې له بریالیتوب نه ورستو چې زیات شمېر حافظانو ښځو په هغو کښې ګډون کړې وو، هیله لرو چې په راروانو ورځو کښې د ګډون لپاره په دغه مقابلو کښې د ګډون اعلان وکړې.
هغه زیاته کړه: همدارنګه له تېرو دوه کالو غوندې دې کال به هم په مقابلو کښې ګډون لپاره مقدماتي آزمون اخیستلې کېږي چې د هغوي صلاحیت په مقابلو کښې ګډون لپاره تایید شی، اخیرني ګډون کوونکې به پنځه پوښتنو ته ځواب ورکولو سره په اصلي مقابلو کښې چې په دوه وختو کښې سهار او مازدیګر به د دبی ممزر سیمې په علمی کلتوری انجمن کښې حاضر کېږي.
بوحلمه وویل د مقابلو کمېټۍ د یو دورې مقابلو نه ورستو چې دغه مقابلې په ملي سطح پيل شوې، یوه امارتی د قرآن کریم حافظه ښځه د دغه هیواد نه په مقابلو کښې د دغه هیواد د استازي په توګه انتخاب شوې ده.
http://iqna.ir/fa/news/3757204
captcha